ریاض۔11نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د عرب۔اسلامي هېوادونو سر مشريزه غېر معمولي غونډه كښې ګډون لپاره رسېدلے دے ۔ وزیراعظم به غونډې ته خطاب كښې د غزہ او فلسطین په نورو سيمو كښې د اسرائیل ظالمانه کاروائیو په ضد د پاکستان مؤقف وړاندې كوي۔ غیر معمولي د عرب-اسلامک هېوادونو سر مشريزه غونډه كښې به د غزہ او فلسطین بشمول د مينځني ختيز په صورتحال غور كېږي ۔ غونډه كښې به د هېوادونو ٬ حكومتونو مشران ، عرب لیګ او د او آئي سي چارواكي ګډون كوي ۔