د وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلنه د بیلاروس صدر به د 25 نه تر 27 نومبر د پاکستان دورہ کوي ۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف په بلنه به د بیلاروس صدر الیګز ینډر لوکالشینکو د 25 نه تر 27 نومبر د پاکستان دورہ کوي۔دا خبره د خارجه دفتر وياندي ممتاز زہرہ بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې وكړه۔دي ووئيل د صدر الیګزینډر لوکا لشینکو دورې په مهال به د پاکستان او بیلاروس ترمينځه په دوه اړخيزه چارو خبرو اترې كېږي۔وياندې ووئيل د دورې په موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه په لوظنامو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك هم متوقع دے۔دي ووئيل د بیلاروس صدر به د وزیراعظم محمد شهباز شریف او نورو اعلیٰ چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں