اسلام آباد۔25نومبر(اے پي پي ) د 26م آئيني بدلون له مخې دجوړ كړے شوي جوډېشل كمېشن آف پاكستان(جے سي پي)درېمه غونډه د ګل په ورځ د نومبر په 25مه نېټه كال 2024 سپريم كورټ كښې وشوه۔د غونډې مشري چيف جسټس آف پاكستان/جوډېشل كمېشن چيئرمېن جسټس يحيٰی آفريدي وكړه۔د سپريم كورټ آف پاكستان اولسي اړيكو څانګې لخوا لخوا جاري اعلاميې له مخې د غونډې په مهال په سندھ هائي كورټ كښې د آئيني بينچونو جوړولو په سنګل پوائنټ ايجنډا غور وشو ۔په غونډه كښې جسټس سيد منصور علي شاه٬حسټس منيب اختر د (ويډيو لنك د لارې)جسټس امين الدين خان او جسټس جمال خان مندوخيل٬د سندھ هائي كورټ چيف جسټس محمد شفيع صديقي٬د سندھ هائي كورټ سينئر جج جسسټس نعمت الله پھلپوټو ګډون وكړو ۔د جے سي پي په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬اټارني جنرل پاكستان منصور عثمان اعوان٬سېنېټر فاروق حامد نائيك٬د قامي اسمبلۍ غړي شيخ آفتاب احمد٬مېرمن روشن خورشيد بروچه٬د سندھ قانون وزير ضياﺀ الحسن لنجار٬د سپريم كورټ سينئر اېډووكېټ اختر حسېن٬د سندھ بار كونسل غړي قربان علي ملانو هم ګډون وكړو ۔تفصيلي جائزه او د جامع غور نه پس كمېشن د سندھ په هائي كورټ كښې آئيني بنچونو تشكيلولو او دوو مياشتو لپاره د څلورو په مقابل كښې د 11 په اكثريت سره د لاندينو ججانو د نامو منظوري وركړه چې پكښې جسټس محمد کریم خان آغا د (آئیي بنچونو مشر)،او په نورو كښې جسټس سلیم جیسر، جسټس عمر سیال، جسټس یوسف علی سید، جسټس عبدالمبین لاکھو، جسټس ذوالفقار علی سانګی، جسټس ثنا اکرم منهاس، جسټس خادم حسین سومرو او جسټس ارباب علی هکړو شامل دي۔