اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د بېلو عملياتو په مهال د 43 ترهه ګرو په وژلو سکیورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره هېواد څخه د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو د قامي عزم څرګندوني سره ووئيل د پاکستان مېړني ځواكونه د ترهه ګرۍ ختمولو له هر وخت هلي ځلي كوي۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري بيان كښې صدر مملکت د فتنه الخوارج او بلوچستان كښې د ترهه ګرو ناوړه عزائم په ناکامه كولو د ځواكونو مړانه وستائېله۔ صدر مملکت ووئيل د بېلو عملياتو په مهال د لويو ترهه ګرو خاتمه كول د امنيتي ځواكونو كاميابي ده،ټول قام د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د امنيتي ځواكونو د کردار اعتراف كوي۔ده هيله څرګنده كړه چې د پاکستان وسله وال ځواكونه به د ترهه ګرۍ په ضد نورې كاميابۍ هم ترلاسه كړي ۔