د اتومي پاکستان د معاشي طاقت جوړولو هڅي كوو، د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار پرېس کنفرنس ته وينا

image

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي حکومت پاکستان د جوهري څخه تر معاشي طاقت مزل ترسره كوي او په نړۍ كښې د مهم مقام ترلاسه كولو بشپړه هڅي كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ده د حکومت د اړخه هېواد كښې اقتصادي استحکام راستلو او د پاکستان سفارتي هڅي دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مصروفيات د لارې د زياتولو ذكر وكړو۔ده ووئيل زمونږ د هڅو په نتيجه كښې كال 2025 او 2026 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې غير مستقل غړي په توګه د پاکستان دوه كلنه موده پېل شوې ۔ نائب وزيراعظم د بېلو هېوادونو سره د اعليٰ كچ تبادلو او نړيوالو دستورو كښې د پاکستان د ګډون او كوربتوب حواله وركولو سره ووئيل حکومت خپلو ابتدائي 10 مياشتو په مهال د پاکستان سفارتي رابطو زياتولو له هڅې كړي او هغه تاثر ختم كړے شو چې پاکستان يواځي دے۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ كښې مخلوط حکومت ته نزدې25 فيصده پاليسي ريټ، د جي ډي پي زياتي شرح نمو او د ډېرې ګرانۍ په څير لويې چيلنجونه په ورثه كښې پاتي شوي وو خو د حکومت په پوهه اقتصادي پاليسو سره پاليسي ريټ 13 فيصد، افراط زر 5 فيصد څخه كم او ترسيلات زر، د زرمبادله پانګې او برآمدات زيات شوي۔ده ميډيا ته ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف غير ملکي دورو پشمول د متحده عرب امارات، سعودي عرب، کويت او آذربائيجان قيادت سره د كوټلو رابطو نه پس په پاکستان كښې نزدې د 29 ارب ډالره سرمايه کارۍ اشارې راغلي۔ده د نيوکليئر انرجي سمټ، سعودي عرب كښې ورلډ اکنامك فورم، ګيمبيا كښې د او آئي سي مشرانو غونډې ، سعودي خارجه وزير او د ايران صدر ارواښاد ابراهيم رئيسي او د هغه د خارجه وزير د پاکستان د دورې ذکر کولو سره ووئيل په دغې مهال خبرو كښې پاکستان په ښه ډول د كشمير مسئله او د اسرائيل د اړخه د فلسطينيانو روانه د نسل کشۍ مسئله پورته كړې۔ده ووئيل ګيمبيا كښې د او آئي سي مشرانو غونډه كښې د پاكستان په پرله پسې هڅو په اسلامو فوبيا د او آئي سي ايلچي تقرري شوې۔ده ووئيل پاکستان په هغه ځيني هېوادونو كښې شامل دے كومو چې د فلسطين په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونو او په دې مسئله د آئي سي جے په پريكړه د عملدرآمد بشپړ وكالت كړے، دې نه ځانله د بے ګناه وګړو په ضد د اسرائيل د بربريت يې غندنه كړې۔ نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل د فلسطين د ميډيکل زدكوونكو كوربتوب نه علاوه پاکستان غزه، سوريه او لبنان ته هم امدادي سامان لېږلے دے۔ نائب وزيراعظم د ډي ايټ مشرانو غونډه كښې د پاکستان ګډون ، د وزيراعظم شهباز شريف د چين دوره او د قازقستان دوره ، د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون هم ذكر وكړو۔ده د برتانيې خارجه سيکريټري ډيوډ ليمي سره د خپلو ګڼو ملاقاتونو په اړه ووئيل د برتانيې يوه مانيټرنګ ډله به روانه مياشت د پاکستان دوره وكړي كومې نه پس چې د برتانيې لپاره د پي آئي اے پروازونو بحالۍ هم ممكن ده ځكه چې اروپائي ائتلاف وړاندې څخه د پي آئي اے پروازونو څخه بنديز پورته كړے دے ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں