اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) پاكستان كښې د ميا??مر سفير يوون منټ خارجه دفتر ته د خالي په ورځ وغوښتلے شو او ده ته د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د روهنګيا مسلمانانو په ضد په روان تشدد سخت احتجاج وكړے شو۔ د خارجه دفتر ويان?? ترمخه خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د ميا??مر سفير يوون منټ راوبللو او د روهنګيا مسلمانانو په ضد ??ې د تشدد مخنيوي له د فعاله ګامونو پورته كولو٬ دوئي ته د امنيت وركولو او دوئي ته په آزادۍ سره د تګ راتګ حقونو و??كولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه سېكترې د ميا??مر حكومت ته ووئيل چې هغه دې په سمدستي توګه د روهنګيا مسلمانانو په ضد ?? روان تشدد پلټنې وكړي او د انسانيت سوز دې پېښو كښې ككړ كسان دے انصاف سره مخ كړي۔ د مسئلې غوره حل لپاره دې د كوفي عنان كمېشن په سفارشاتو عملدرآمد باوري كړې شي۔ په دې سفارشاتو كښې د تشدد فوري مخنيوې ٬ امن په ځائې كول ٬ مصالحت ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان رسنه او د شهريت مسئلې شامل دي ۔ د ميا??مر سفير خارجه سېكتر ته باور وركړو چې هغه به خپل حكومت د پاكستاني حكومت او اول?? تحفظاتو څخه خبر كړي۔