اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د پ??ښور په حيات آباد سيمه كښې ځانمرګې بمي چاودنه كښې د ايډېشنل انسپكټر جنرل (اے آئي جي) هېډكوارټرز محمد اشرف نور شهيد او پينځه پوليس اهلكار ژوبل شوي دي ۔د پ??ښور پوليس مشر طاهر خان مېډيا ته ووئيل چاودنه ځانمرګې بريد ؤ او هدف اشرف نور ؤ۔چاودنه هغه مهال وشوه كله چې ځانمرګي بريد كوونكې د چاودېدونكو توكو څخه ډك موټر سائيكل د ايډېشنل آئي جي ګاډي د زرغوني جومات سره نزدې ټكر كړو ۔د پوليس اے آئي جي د كور نه ډيوټۍ ??پاره روان ؤ ۔په چاودنه كښې ګاډې پھ بشپړ تباه شوې او ژوبل شوي اهلكار د حيات آباد مېډيكل كمپلېكس ته رسولې شوي چې پكښې د يو حالت نازك ښودلې شوې۔د بم ډسپوزل سكواډ له مخې په چاودنه كښې د 15 نه تر 20 ??لو??رامه چاودېدونكي توكي كارولې شوي۔د پ??ښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړې او د لټون عمليات يې پېل كړي ۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬د كورني?? چارو وزير احسن اقبال٬د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف٬د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د وزيراعظم صلاحكار امير مقام٬د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب٬د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او د پي پي پي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د چاودنې سخته غندنه كړی ده او د ارواښاد بخښنې لپاره يې دعا كړې۔