فېصل آباد 22 جنوري (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئېلي دي چې د پرمختګ او څوكالۍ لار نيونكي د هېواد او قام دښمنان دي۔د هېواد معيشت غوره جوړولو له مو د ترهه ګرۍ ??ه ډول ناسور نوغې ويستلو عزم كړې٬اعلٰی مشرتابه مضبوط او روښانه پاكستان لپاره هڅې كوي۔بهرني طاقتونه د سي پېك په ډول عظيمه منصوبه هضمولې نه شي٬د دهرنو سياست كونكي دې د حكومتي كاركردګۍ مقابله وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جنورۍ ??ه 27مه نېټھ د مسلم ليګ(ن)لارښود محمد نواز شريف جړانواله ته راتګ او د اولسي غونډې په لړ كښې د جړانواله انجمن تاجران ا?? د جماعت اهل سنت علمائے كرامو لخوا راجوړې كړی شوې دستورې خطاب كښې وكړه۔ده وو??يل چې د دهرنو سياست كونكي دې د مسلم ليګ(ن)حكومت سره د كاركردګۍ مقابله وكړي٬نه دا چې د مذهب د سپكاوي او غدارۍ تور ولګوي۔ده وو??يل مونږ هره خ??ره زغملې شو ولې داسې تورونه زغملې نه شو۔ده وو??يل د جنورۍ ??ه 27 نېټھ به جړانواله كښې كېدونكې جلسه كښې اولس په بشپړه توګه ګډون وكړي