اسلام آباد 13 فروری) اے پي پي( پاكستان غوښتنه كړې چې ملګري ملتونه دې په كنټرول لائن د زياتېدونكي تاؤ تريخوالي مخ نيوي لپاره په پاكستان او هند كښې خپل پوځي مبصر ډلې ته پراختيا وركړي۔دا غوښتنه په ملګرو م??تونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د نړيوالې ادارې د پيس كيپنګ آپرېشنز د خاص كمېټۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔هغې ووئيل چې په كنټرول لائن د خطراتو او حقائقو په پس منظر كښې د ملګرو م??تو??و د مبصر ??وځي ډلې د پراختيا ضرورت دې ځكه چې دا مبصر ډلې په منطقه كښې د استحكام ضروري عنصر دي۔پاكستانې استازي ووئيل چې بايد د امن راوستلو په بنيادي اصولو عمل وكړې شي۔د شخړو د سياسي حل په ضرورت زور راوړولو سره پاكستانې استازې ووئيل چې د كومې شخړې بنياد?? وجوهاتو ته د پام كولو نه بغېر پوخ امن ممكن نه دې۔په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر ميروسلاف لاجيك ووئيل چې ملګرو م??تونه دې لپاره جوړ كړې شوي وو چې د جنګونو او د تباهۍ مخ نيوې وشي۔دې لپاره نه و جوړ شوي چې د جنګ او تباهۍ نه پس فعاله شي