لندن 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان وئيلي دي چې د پاكستان حكومت د بينائې څخه د محرومې مخ نيوي لپاره هڅې ك??ي او په دې لړ كښې هر ډول ممكنه اقداماتو كولو لپاره پوخ عزم لري۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د دولت مشتركه د مشرانو غونډې په موقع د بينائې په اړه د خېر ښېګړې نړيوالو ادارو پېك وژن او ??ي بي اېم سره په غونډه كښې وكړۍ۔ د يادونې وړ ده چې پېك وژن د بينائې څخه د محرومې خاتمې لپاره په پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د سمارټ فون ټېكنالوجې د استعمال او د روغتيا په اړه د افرادي قوت د تربيې په مېدان كښې يوه نامتو اداره ده٬ دغسې ??ي بي اېم د يوې پېړې نه په نړيواله كچه د بينائې څخه د محرومې په څانګه كښې كار كوونكې نړيوال غېر سركاري پرمختيائي تنظيم دے۔ په غونډه كښې د پېك وژن نمائندګي سي اي او او شريك باني ډاكټر اېنډريو باستاؤروس وكړه۔ د ??ي بي اېم نمائندګي ډائرېكټر آئي هېلتھـ ډاكټر بابر قريشي وكړه۔ په غونډه كښې د علاج قابل د نابينا كېدو د خاتمې په اړه پاكستان ته ورپېښو چېلنجونو ته پام وكړے شو۔ د يوې اندازې له مخې د پاكستان د 80 لكو نه زيات وګړي د بينائې څخه محرو??ې سره مخ دي۔ ??ي بي اېم سره پېك وژن د پاكستان د روغتيا بنيادي ډهانچه او عمله په كار راوستلو سره پاكس??ان?? وګړو لپاره د تشخيص او د علاج نوې حل وړاندې ك??لو لپاره خپل شركت ته تيار دے۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پېك وژن ته د پاكستان د دورې ك??لو بلنه وركولو سره په پاكستان كښې د نابينا كېدو مخ نيوي لپاره د حكومت د عزم څرګندونه وكړه۔ ده په دې لړ كښې يو قومي پروګرام لپاره د حكومت د بشپړه ملاتړ كولو څرګندونه هم وكړه۔ پېك وژن او ??ي بي اېم دې نېك مقصد لپاره پاكس??ان?? حكومت سره په ګډ?? په كار كولو اتفاق وكړو۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او په بر??ان??ه كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس هم ګډ??ن وكړو۔