کراچی ۔ 20 مئی (اے پی پی)د چين سېنټرل ملټری کمېشن دوهم چیئرمین جنرل چانګ یو شا د پاكستان سركاري دوره وك??ه۔ د اتوار په ورځ د جاري كړې شوې اعلاميې ترمخه د خپلې دورې په مهال ده نېول هېډکوارټرز اسلام آباد كښې ?? مئي په 18 مه نېټه د پاك سمندري ځواكونو مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال پېشه ورو چارو سره سره د موجودہ او سباؤن بحري همك??رۍ په بېلو معاملو هم بحث وشو۔ د دورې په دوهمه برخه كښې ??وهم چيئرمېن جنرل چانګ يو شا كراچۍ كښې ?? پاك بحريه بېلو تنصيباتو دوره وك??ه۔ كراچ?? ته په راتګ کمانډر کراچی ریئر اېډمرل آصف خالق دده هركلې وكړو۔ د پاك سمندري ځواك جهاز ته په راتلو د پاك سمندري ځواك دوهم مشر اېډمرل کلیم شوکت جنرل چانګ یو شا ته هركلې ووې۔ د پاك سمندري ځواك يوې چمتو ډلې ده ته سلامي هم وړاندې ك??ه۔ ده د پاك بحريه جهاز عملې سره ملاقات وكړو او د پاك بحريه د چارواكو او ځوان??نو پېشه ور مهارت ئې وستائلو۔ دې دورې سره به د د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي مرسته او په خاص توګه د وسله والو ځواكونو ترمينځھ همكاري لا مستحكم شي۔