اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي اطلاعات ته رسنه او سپېځلتيا باوري كولو لپاره به وفاق او پنجاب كښې ا??فارمېشن كمېسون په څو ورځ?? كښې بشپړ كړې شي٬ کمېسون جوړېدو سره به په آر ټي آئي قوانين عملدرآمد لا ګړندې ا?? كوټلې شي٬ پخواني حكومت په نړيو??له كچه لوظنامې ا?? ټهېكې د سپېځلتيا نشتوالي په سبب د اولس ??ه پټ ساتلې ٬ هر كله چې د پلټنو خبره كېږي رېكارډ هور واخلي٬ جمهوريت كښې اطلاعات ته د رسنې قانون د يو ستن حېثيت لري٬ حكومت په خود احتسابۍ باور لري٬ د خېبرپښتونخوا ??ه پس په وفاق كښې هم وسل بلور ا??كټ وړاندې كولې شي چې له مخې به ئې كرپشن يا بدعنوانۍ ٬ لوټ كړې قامي دولت په ګوته كوٶنكو ته 20 فيصده وركولې شي او د ھغه نامه به هم پټه ساتلې شي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسن دا خبرې د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وزارت او د سسټېن اېبل سوشل ډويلپمنټ آرګنائزېشن (اېس اېس ډي او) په اشتراك سره د آر ټي آئي نړيوالې ورځ په مناسب د پي ټي آئي حكومت سپېځلتيا او اطلاعات ته د رسنې وژن په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د اېس ېس ډي او سيد كوثر عباس ٬ اېګزېكټو ډائرېكټر مريم سره نورو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل جمهوريت كښې آر ټي آئي پلر او سنګ ميل حېثيت لري٬ اولس ته د هر څه معلومات پكار دي او اولس له د اولسي ګټې تر معاملو رس??ه پكار ده٬ اطلاعات ته رسنه يو مهمه قانون سازي ده او په دې لړ كښې پي ټي آئي په خېبر پښتونخوا كښې د آر ټي آئي پحقله د ټولو نه وړاندې قانون سازي كړې وه ډه زياته كړه د ټولو نه وړاندې ا??فارمېشن كمېسون خېبر پښتونخوا كښې بشپړ شوې چې د آر ټي آئي عملدرآمد لپاره فع??له كردار لوبوي۔ ده ووئيل اوسنې حكومت وفاق او پنجاب كښې په ترجيحي بنيادونو د انفارمېسن كمېسون بشپړتيا لپاره كار كوي او په راتلونكو څو ورځ?? كښې به كمېسون بشپړ شي ۔ ده ووئيل د كمېسون بشپړېدو ??ه پس به د اولس هر ډول اطلاعات ته رسنه ممكن شي۔ وفاقې وزير ووئيل په تېر دور كښې د پيپلز ګوند په يوه ورځ كښې 800 كسان په راډيو پاكستان كښې رېګولر كړې شوي او ورسره ئې د 1996 ملازمان سره د بقاياجاتو بحال كړي چې ورسره په راډيو پاكستان د يو كروړ اضافي بوجه راغلې۔ ده ووئيل وټس اېپ دومره لوي نظام دے كوم چې په ټوله نړۍ كښې چلېږي خو دا سسټم يوازې شل كسان چلوي۔ وفاقي وزیرچوهدري فواد حسېن ووئيل خېبر پښتونخوا كښې وسل بلور ا??كټ لاګو كرې شو كوم چې كامياب ٶ اوس په وفاق كښې هم وسل بلور ا??كټ وړاندې كوٶ٬ د وزیراعظم په امر جوړ كړې اېنټي كرپشن يونټ لوټ شوې دولت بېرته راوړلو لپاره كار كوي ٬ ده ووئېل وسل بلور ا??كټ له مخې به لوټ شوې دولت په ګوته كوٶنكو ته 20 فيصده وركولې شي۔ د اېس اېس ډي او سيد كوثر عباس ووئيل د پي ټي آئي حكومت اطلاعات ته د رسنې قانون لپاره په سنجيدګۍ سره هڅې كوي۔(م ع/