اسلام آباد24 اكتوبر(اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دې د سعودي عرب پېكج لپاره يو شرط نه دې ايښي ٬ ځينې سياسي ګوندونو باندې يره راغلې ٬ پي پي پي او مسلم ليګ (ن) لس كاله په صوبو او وفاق كښې حكومت كړې خو زمونږ يوې نيمه مياشت كاركردګۍ ته ګوتې نيسي ٬ هندي واكمن د مخالفې ډلې په فشار په 24م ستمبر نيويارك كښې د ملاقات نه تخښتېدلې چا ته چې د هندي وزيراعظم نرېندرا مودي مرسته ترلاسه وه۔ ده ??وئيل پاکستان به كله هم هند سره د مذاكراتو نه په شا نه ځي ٬ د پاك وهند مذاكراتو كښې د تعطل له امله ټوله منطقه عدم استحكام سره مخ ده ۔ د یمن پحقله د پاكستان په موقف كښې هېڅ بدلون نه دې راغلې ۔ ده ??وئيل افغانستان كښې د امن ګټه به ټولې نړۍ ته رسي۔ ده ??وئيل د تېر حكومت لخوا د شوو سفارتي سياسي تعيناتو به د سره جاج اخلو۔ ده ??وئيل په يو څو ورځو كښې به مهمې پرېكړې كېږي ۔ خارجه وزير ووئيل چين سره تجارت كښې توازن لپاره نوې اېف ټې اے لپاره هڅې كوٶ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په خارجه دفتر كښې د خبري كنفرنس په مهال وكړه ۔ خارجه وزير د پي ټي آئي حكومت د 64 ورځو د كاركردګۍ جاج وړاندې كولو سره ووئيل په تېرو 64 ورځو كښې ما د 24 هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه كښې خبرې كړې ۔ ده ??وئيل په دې ملاقاتونو كښې مې د پاكستان نكته نظر رامخې ته كړې ۔ خارجه وزير ووئېل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په موقع د كشمير پحقله د او آئي سي رابطه ګروپ ٬ سېكيورټي كونسل كښې د اصلاحاتو پحقله همخيال ډلې ٬ غېر ملكي ميډيا ٬ د امريكې تهنك ټېنكس ٬ 9 سناتورانو سره رابطې او په دې روستيو كښې تاجكستان كښې د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډو كښې د پاكستان نمائندګي او سعودي عرب سره د اړيكو بيا د سره جاج اخستو موقع ترلاسه شوې ۔ شاه محمود قرېشي ووئېل د امریکې خارجه سېكتر پومپیو او د سپيبنې ماڼۍ امينتي سلاحكار سره ملاقات شوې۔ خارجه وزير ووئيل د امريكې كانګرېس سره زمونږ اړيكې د دې نوعيت نه دې كوم چې پكار دي ۔ ده ??وئيل هند تر امريكائي كانګرېس سرائيت كړې او قربتونه ئې زيات كړې۔ ده ??وئيل د وزيراعظم عمران خان اوسنۍ دورې سره د سعودي عرب او پاكستان ترمينځه اړيكې مخ په وړاندې تللې ٬سعودي عرب زمونږ حاجت محسوس كړی٬پاكستان د موجوده اقتصادي ستونزو څخه ويستلو له سعودي چې كوم پیكج وركړې د هغې لپاره يې يو شرط هم نه دې اېښې٬ ده ??وئېل سعودي عرب سره زمونږ اړيكې د بېل نوعيت دي ٬ هلته 20 لكه څخه زيات پاكستانيان روزګار كوي٬پيپلزګوند او مسلم ليګ(ن)10 كاله حكومت كړی خو زمونږ دوه نيمو مياشتو كاركردګۍ ته ګوتې نيسي۔ده ??وئيل د پیكج ترمخه سعودي د دريو كلونو لپاره پھ قرض تېل راكړي٬په داسې حالاتو كښې دا زمونږ لپاره لويې پېشرفت دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل د يمن پھ حقله زمونږ موقف كښې بدلون نه دې راغلې د سعودي خبريال جمال خشوګي قتل پھ حقله د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير شاه محمود قريشي دغه قتل د افسوس وړګرځولو سره ووئيل څوك هم دا ډول حركت نه خوښوي۔د پاك هند اړيكو په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل د هند سره ټولې چارې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړو۔د دواړو هېوادونو ترمينځه خبرې اترې د دريو كلونو راهيسې د تعطل ښكار دي چې له امله يې سيمه عدم استحكام سره مخ ده۔ خارجه وزير ووئېل خبرې اترې د ټولو مسئلو يوازنې لا ده۔پاكستان به چرې هم د خبرو اترو څخه په شا نشي۔ده ??وئيل پھ 24 ستمبر نيويارك كښې د ملاقات څخه انكار د مودي خوښه وه دغسې د هند حكومت د اپوزېشن پھ فشار د ملاقات څخه په شا شوې ؤ ۔د افغانستان پھ حقله د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ??وئيل د افغان شخړه يوازې حل د خبرو اترو د لارې ممكن كېدې شي۔پھ افغانستان كښې د امن ګټھ يوازې پاكستان ته نه ټولې نړۍ ته كرسي۔ده ??وئيل كله چې په وړومبي ځل عمران خان د طالبانو سره د خبرو اترو ووئيل نو هغه ته طالبان خان ووئيلې شو خو نن د امريكې پشمول ټولو هېوادونو دغه منلې ده۔ده ??وئيل پھ افغانستان كښې امن او استحكام د ټولو هېوادونو شريكه ذمه واري ??ه۔?? ايران تښتولې شوي ګارډ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل تورن په ګوته كول او هغوي ته رسنې له زمونږ هڅې روانې دي۔دواړو هېوادونو په دې لړ كښې مكنزم هم جوړ كړی۔د پاك چين اړيكو په اړه خارجه وزير ووئيل بايد د پاك چين دوه اړخيزه اريكو ته د سي پیك په تناظر كښې ونه كتلې شي٬زمونږ اړيكې بخوانۍ او د ستراتېژېكي نوعيت دي۔شاه محمود قرېشي ووئيل د چين سره په ځايې كرنسۍ كښې تجارت او تجارتي توازن په ځاې ساتلو غرض نوې اېف ټي اے له چمتو يو۔ده ??وئيل وزيراعظم عمران خان د شنګهائي ايكسپو خاص مېلمنو او مقررينو كښې شامل كړی شوې