استنبول 29 اكتوبر(اے پي پي)اول?? مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان او تركيه خپلو كښې د ورورولۍ تاريخ?? اړيكې لري٬استنبول كښې د تركيې نيوز چينل ټي آر ټي٬اناتوليا نيوز ايجنسۍ او د سبا ورځپاڼې نمائندګانو سره مركه كښې اول?? مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د تحريك خلافت نه تراوسه د پاكستان او تركيې اولس ترمينځه مثال?? اړيكې قائم دي۔اول?? مشر ووئيل امن او استحكام له دواړو هېوادونو هلې ځلې كړي۔ده ووئيل ??اكستان ته د ترهه ګرۍ له امله لويې زيان رسېدلې۔ډاكټر عارف علوي ووئيل ??اكستان ته د ترهه ګرۍ له امله د 70 زره څخه زيات ځاني او د اربونو ډالرو زيان پورته كړې ۔ده ووئيل ??اكستان او تركيې د ترهه ګرۍ ختمولو له ځانګرې قربانۍ وركړي۔بايد نړۍ د پاكستان او تركيې د ترهه ګرۍ ختمولو د هلو ځلو اعتراف وكړي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو موقعې شته۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ??اكستان كښې حكومت لږ آمدن لرونكو لپاره د 50لكه كورونو جوړولو په منصوبه كار كوي۔ده ووئيل ??ونږ د هاؤسنګ په څانګه كښې د تركيې د تجربو څخه استفاده كول غواړو۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د بنيادي ډهانچې پشمول په نورو څانګو كښې پاكستان او تركيې ترمينځه مرستې زياتولو له به هڅې كول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تركيه د اسلامي نړۍ مهم هېواد دے