اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي)اطلاعاتو او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد د هند پخواني لوبغاړي او د هندي پنجاب وزير نو??وت سنګھ سدهو سره ټېليفوني تماس ونيولو او هغه ته يې د كرتا رپور راهداري پرانستې دستوره كښې د ګډون بلنه وركړه۔ده دا رابطه د وزيراعظم په سپارښتنه شوې۔ د پي ټي آئي مركزي مېډيا ډيپارټمنټ له مخې پ?? منطقه كښې د امن په خاطر د پاكستان حكومت دې تاريخي اقدام او د راهدارۍ د پرانستې په دستوره كښې نو??وت سنګه سندهو هم ګډون كوي۔وزيراعظم عمران خان ??ه د نومبر په 28مه نېټھ د كرتار پور راهدارۍ پرانسته كوي۔د هند پخواني لوبغاړي نو??وت سنګ سدهو پھ د?? غوره اقدام د وزيراعظم مننه وكړه او هغه ته يې پیرزوينه وړاندې كړه۔هغه په بلنه وركولو د سناتور فېصل جاويد هم مننه وكړه او وې وئېل چې ټول سكه ورورولي په دې اقدام ډېر خوشحاله دي