لاهور 03 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د ګاز د زياتو بلونو د شكاياتو نوټس اخيستې٬ د پېټروليم وفاقي وزير ته په سمدستي توګه د پلټنو هدايت شوے٬ د صحت كارډ وړومبې پړاؤ به نن پېل كولې شي٬ غريب او مستحق كسان به د 7 نه تر 9 لكه وړيا علاج وكړے شي٬ د ساهيوال پېښې ځپلې كورنۍ سره مكمل انصاف كولو لپاره وزيراعظم هدايت كړے٬ِ په ﴿ق﴾ ليګ او پي ټي آئي كښ?? هېڅ اختلاف نشته٬ د پخواني وزيراعظم د روغتيا د معاملې پرېكړه ډاكټرانو ته كول دي٬ د نواز شريف او آصف علي زرداري تجسس هم دا دے چې وروستې وخت په زندان يا لندن كښ?? تېرول دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور كښ?? مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د ګاز د زياتو بلونو په اړه د وزيراعظم په سټيزن پورټل هم شكايات وو د كومو چې وزيراعظم په سختې سره نوټس اخيستې او وزيراعظم د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان ته په سمدستي توګه د انكوائرې حكم كړے ځكه چې 70 فيصده ګاز كارونكي داسې خلق دي كوم چې د 300 اېم اېم سي اېف ډي نه ګم ګاز كاروي۔ دوي لپاره اضافه 10 فيصده وه او د دې نه زياته مالداره خلقو لپاره شوې وه۔ وفاقي وزير ووئيل چې نن د ګل په ورځ د صحت كارډ وړومبې پړاؤ پېل كولې شي۔دې ??ره به غريب او مستحق كسان د 7 نه تر 9 لكه وړيا علاج وكړے شي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم په مشرې كښ?? پھ لاهور كښ?? په شوې غونډه كښ?? په پنجاب كښ?? د حكمرانې په ښه كولو تفصيلي غور شوے۔ په راتلونكو ورځو كښ?? به په صوبه كښ?? په حكمرانې كښ?? ښه والې راوستلې شي۔ په غونډه كښ?? په اصلاحاتو تفصيلي خبرې شوې دي۔ په دې لړ كښ?? بله غونډه به په وزيراعظم هاؤس كښ?? كېږي۔ ده ووئيل چې د مېډيا سټرېټجك كمېټې په غونډه كښ?? پرېكړه شوې چې د سوشل مېډيا سټ اپ په ښه كولې شي۔ دا پرېكړه هم شوې چې داسې صحافي كاركنان كوم چې مالي بحران سره مخ دي٬ د وزيراعظم لخوا هدايت شوے چې مېډيا مالكانو سره دې ملاقات وكړے شي او پرېكړه دې وكړې شي چې حكومت د دې ??حران په خاتمه كښ?? څه مرسته كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? ده ووئيل چې د پخواني وزيراعظم د روغتيا د معاملې پرېكړه ډاكټرانو ته كول دي٬ د نواز شريف او آصف علي زرداري تجسس هم دا دے چې وروستې وخت په زندان يا لندن كښ?? تېرول دي۔ ده ووئيل چې كوم خلق چې 30 ٬ 30 كاله په اقتدار كښ?? پاتې شوي دي او دا وائې چې بهر دې ولېږل شي نو دا ډېره نامناسبه خبره ده۔