اسلام آباد 07 فروری (اے پ?? پی) د قامي احتساب بېورو (نېب) چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه نېب هېډكوارټر كښې وشوه۔ غونډه كښې د نېب پر??سېکوټر جنرل ، ډی جی آپرېشنز، ډی جی نېب(پنډۍ) او د نېب نورو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې دسپريم كورټ آف پاكستان د فېک اکاؤنټس کېس پرېكړې په رڼا كښې د نېب چيئرمېن د نېب ډي جي (پنډۍ)په مشرۍ كښې کمبائنډ انوسټی ګېشن ډله جوړه كړ ه او د دې خبرې پرېكړه وكړې شوه چې د نېب چیئرمېن به د کمبائنډانوسټی ګېشن ډلې نېغ په نېغه څارنه كوي۔ غونډه كښې د نېب فېک اکاؤنټس کېس اولني را??ور او بېلو مقدمو كښې د پېش رفت جاج واخستلې شو۔ غونډه كښې بشپړه لائحه جوړه كړې شوه د كومې ترمخه چې بېلې ډلې جوړې كړې شوې۔ ځينې ډلې به نېب هېډكوارټرز او ځينې به ??را??ۍ كښې د كوټلو شواهدو په بنياد بيانونه ريكارډ كوي۔ غونډه كښې د سترې محكمې د پرېكړې په رڼا كښې بېنکنګ کورټ د 16 اے ترمخه مقدمه احتساب عدالت ته په منتقل كولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې د نېب چيئرمېن د سترې محكمې په پرېكړه د من وعن عمل كولو او او په دې لړ كښې د ټولو صلاحيتونو كارولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل نېب د قانون او كوټلو شواهدو په بنياد پلټنې په سپېځلتيا او مېرټ منطقي انجام ته په رسولو باور لري۔ ده ميډيا ته خواست وكړو چې هغوي د فېك اكاؤنټس كېس په اړه بې بنسټه خبرو څخه ډډه وكړي