اسلام آباد 19 مارچ(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف عل??ي په ځوانانو زور ??اوړې چې ځوانان دې سماجي او اقتصادي پرمختګ له د حكومت د هڅو ملګرتيا وكړي۔د ماشومانو په تعليم او تربيه كښې استاذان په زړه پورې كردار لري٬علم ښودل صدقه ده٬د هېواد سماجي او اقتصادي ښه والي لپاره هڅې كول يوازې د حكومت كار نه دے٬بلكې د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره د ځوانانو ګډون ته هم اړتيا ده۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د اقراﺀ پوهنتون كانوكېشن ته خپل خطاب كښې وكړی۔ده ووئيل د دې ګريجوېټس ځوانانو دا فرض دي چې هغوي د هېواد او ټولنې خذمت وكړي۔دوي د پاكستان اولس هېر نه كړي د كومې په سوب چې هغوي دې ځاې ته رارسېدلې دي ۔اولس مشر د ماشومانو په تعليم او تربيه كښې د استاذانو او مور ??و پلار كردار رامخې ته كولو سره ووئيل د ټولنې خذمت كوونكي د قدر وړ دي۔د ماشومانو تعليم او تربيه كښې استاذان كردار لري او د وخت سره سره د استاذانو ذمه وارۍ زياتېږي۔ده ووئيل د تعليمې معيار ښه كولو سره د نړۍ لپاره مثال ګرځېدې ش??٬ح??جت د دې خبرې دې چې وګړو ته د تعليم او تحقيق تر جديدو ذريعو رسنه ور??ړی شي۔اولس مشر ووئيل د تعليم څانګه د وخت سره سره جدت اختياروي۔د بېلو څانګو په اړه معلومات په وخت ترلاسه كېدې شي۔اولس مشر عارف عل??ي ووئيل عل?? يوه نه ختمېدونكې او لا محدوده سلسله ده۔ده زده كوونكو ته تاكيد وكړو چې داسې عل?? زده كړي چې ورسره ټولنې ته ګټه ورسي۔ده ووئيل د پاكستان تاريخ د بشري همدردۍ او اعلٰی اخلاقي اقدارو مثالونو څخه ډك دې۔ده ووئيل پاكستان په پراخه زړه ګڼ شمېر افغان كډوالو له پناه ور??ړې۔پاكستان د 35 لكه افغان ګدوالو كوربتوب كوي۔ده په دې موقع د ځينو لوېديزو هېوادونو د رويې ذكر وكړو چا چې د لږ شمېر كډوالو قبلولو څخه هم ډډه كړې ده ۔