اسلام آباد 23 مارچ(اے پی پ??) د قرارداد پاكستان 79 كلونو په بشپړ كېدو د پاكست??ن ورځ ملي جوش او جذبې سره ولمانځلې ??وه او ددې عزم پخلې وكړې شو چې د قرارداد پاكستان په رڼا كښې به خپل هېواد ستر هېواد جوړوو۔ د پاكست??ن ورځې مركزي دستوره پرېډ ګراؤنډ كښې سحر9 بجې پېل ??وه په كومه كښې چې د د??ې واړو وسله والو ځواكونو چمتو ډلو د ګډې پرېډ كښې برخه واخسته۔ د دستورې خاص مېلمه اولس مشر ډاكټر عارف علوي او اعزازي مېلمه د ملائیشیا وزیراعظم مهاتیر محمد وو۔ دستوره كښی د وزیراعظم عمران خان ، سروسز چیفس، وفاقی وزيرانو اوغېر ملكي سفارتكارو سره سره لوئې شمېر نورو مېلمنو ګډون وكړو۔ په دې مهال ګرد هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ ايوان صدر كښې هم په دې ورځ يوه خاص دستوره وكړې شوه۔ په كومه كښې چې بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو مهمو شخ??ياتو ته اعزازونه وركړې شول۔ دې سره سره د ورځې پېل وفاقي پلازمينه كښې د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامۍ سره وشو۔ د پاكست??ن ورځې په مهال د اولس مشر او وزيراعظم په شمول د مهمو شخ??ياتو پېغامونه او ورځپاڼو او ټي وي چېنلز د پاكست??ن ورځې په اړه خاص اېډيشن او پروګرامونه نشر او ټېلې كاسټ كړې شول۔ دا خبره دې ياده وي چې د نن نه 79 كاله وړاندې په كال 1940ء كښې د موجوده مينار پاكستان په ځائې قرارداد پاكستان منظور كړې شوې وو۔ په دې مهال ټول هېواد كښې عامه رخصتي وه۔ بهر هېوادونو كښې پاكستاني مشنز او سفارتخانو كښې هم د پاكست??ن ورځې مناسبت سره خاص دستو??ې وشوې كومو كښې چې د اولس مشر او وزيراعظم پېغامونه واورولې شول۔ ددې ورځې په مهال د قائد محمد علي جناح او علامه محمد اقبال په مزارونو د ګارډز بدلون دستوره هم وشوه۔ دغسې د مهمو شخ??ياتو به مزارونو د ګلونو څادرونه واچولې شول او د هېواد سلامتيا او سوكالۍ له دعاګانې وغوښتلې شوې۔ سری نګر كښې هم دا ورځ ولمانځلې شوه۔ دغسې په آزاد كشمير كښې هم د پاكست??ن ورځ جوش او جذبې سره لمانځلو اهتمام وكړې شو