اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د يو اېس اے د نارتھ شورمیډیکل لې?? چیف اېګزیکټو آفسر ډاكټر عابد شېخ پاکستان كښې د صحت عامه په څانګه كښې د 40 مېليونه ډالرو ماليت د سرمايه كارۍ عزم كړې دې۔ ده د دې عزم څرګندونه په واشنګټن كښې وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات په مهال كړې۔ ډاکټرعابد شېخ پنجاب كښې د ضلعې په مركزي روغتونونو كښې د مخكښې نه پېل كړې شوې د پېتهالوجي لې??ارټريز خذماتو او آٶټ سورسنګ پحقله بريفنګ هم وركړو۔ ده وزيراعظم ته ووئيل په دې منصوبه كښې نارته شور لې?? د لس مېليونه ډالرو سرمايه ك??ري كړې ده چې ورته د امريكائي حكومت ضمانت هم ترلاسه دے ۔ د نارتھ شورمیدیکل لیب مركزي دفتر په نيويارك كښې دې٬ دا يو كلېنكل رېفرنس لې??ارټري ??ه۔ د نارتھ شورمیډیکل لیب د کالج آف امریکن پیتھالوجسټس نیویارك،د امریکې د صحت څانګې ، سنتر فار مېډی کئیر اېنډ میډیکېټیډ سروسز یواېس اے، پنسلوانین ډیپارټمنټ آف ه??لتھ اېنډ هیومن سروسز، او په نورو امريكائي رياستونو كښې د صحت عامه ادارو د اېګرېډېټېشن وړ ده۔)ګ ل