لاهور 02ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان به كله هم د كوم اړخ نه وړومبې بريد نه كوي٬د كشمير صورتحال كوم هم انسانيت نه شي زغملې٬په كشمير كښې چې څه كېږي كه دا د كوم بل مذهب منوونكو سره هم كېدلې نو بيا به مې هم غږ پورته كولو٬په هند كښې د هندو بالادستۍ سوچ لرونكو حكمراني ده٬كومه چ?? نه يوازې په هندوستان كښې اوسېدونكو اقليتونو لپ??ره بلكې نړۍ لپ??ره هم خطرې ده ٬بايد ټول د دې نظريې په ضد غږ پورته كړي٬اقتدار ته د راتللو نه پس مو هندي وزيراعظم مودي سره اړيكې ښې كولو لپ??ره قدم پورته كړے ؤ خو سره د هڅې مونږ ته داسې معلومه شوه چ?? هند د يو سپر پاور په توګه په مونږ د يو غريب هېواد غوندې شرائط لګوي ۔ دهخ ووئېل ٬سكهانو ته به په هوائي ??ډه د ويزې وركولو پشمول نورې آسانې وركولې شي٬د كرتارپور لارې پرانستل په سكهانو كوم احسان نه دے٬دا د دوي مقدس مقام دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ انټرنېشنل سكھ كنونشن ته د خپلې وېنا په مهال وكړی۔وزيراعظم عمران خان سكهانو ته باور وركړو چې دوي ته به ملټي پل ويزې وركولې شي٬مونږ اقتدار ته راتلو سره د ويزې نه ځان بدل كړو٬هڅه به كوو چې س??هانو ته په هوائي ??ډه ويزه وركړی شي۔هندوستان ته تلونكو او راتلونكو لپ??ره به ملټي پل ويزه جاري كولې شي۔ده ووئيل چې دلته يو سكھ لارښود سرجيت سنګه ووئيل چې بايد نفرتونه ختم كړی شي٬زه هغه پاكستانې يم چې مور او پلار مو په غلام هېواد كښې زېږېدلې وو او مونږ وړومبې نسل وو چې په يو آزاد هېواد پاكستان كښې پېدا شو٬كله چ?? مو پھ لاهور كښې زده كړی كولې نو هغه به وخت به مو د تقسيم د وخت د ظلم قيصې اورېدلې خو زه چ?? په وړومبي ځل كركټ لپ??ره هندوستان ته لاړم نو هندوستان مختلف وو څنګه چ?? زمونږ هركلے وكړې شو مونږ ته عزت او مينه راكړی شوه په دې مونږ حېران وو٬د هندوستان په اړه مو ګڼل چې دا يو دښمن هېواد دې خو مونږ عزت ترلاسه كړو٬هلته زما يو شمېر دوستان جوړ شول او اوس مې هم يو شمېر دوستان موجود دي چې كله وزيراعظم جوړ شوم نو اول هڅه مو هندوستان سره اړيكې ښه كول وو۔دې لپ??ره مونږ هندوستان ته وړاندېز وكړو چې كه هغه يو قدم راشي نو مونږ به دوه قدمه مخ په وړاندې ورشو۔وزيراعظم مودي ته مو ټېليفون وكړو چې دواړه هېوادونه غربت٬بې روزګارۍ او د ماحولياتي بدلون پشان يو شان چېلنجونو سره مخ دي٬د ماحولياتي بدلون له امله ګليئشيرز ويلې كېږي٬دې سره به په دريابونو كښې اوبه كمې شي۔مودي ته مې ووئيل چې د 72 كلونو نه د پاكستان او هندوستان ترمينځه د كشمير يوه شخړه ده مونږ يې پھ مذاكراتو حل كولې شو۔وزيراعظم ووئيل چې د څومره د اړيكو ښه كولو هڅې وكړی د هند د رويې نه داسې معلومېده لكه چ?? يو سپر پاور په يو غريب هېواد شرائط لګوي كوم چې مونږ لپ??ره د حېرانتيا وړ وو۔وزيراعظم ووئيل چې جنګ د مسئلې حل زموڼږ په ذهن كښې نشته څوك چې هم دا وائي چې په جنګ مسئله حل كړئ يا دې حل شي معلومېږي داسې چې هغه د تاريخ مطالعه نه ده كړی۔تر ننه په جنګ كښې چې چا هم ګټھ كړی هغه په يو شمېر مېدانونو ماتې خوړلې ځكه چ?? د جنګ نه پس بېرته په ودرېدو كښې څو كاله لږي۔وزيراظم ووئيل چې د بي جي پي حكومت په هغه نظريه روان دې پھ كومه چ?? پاكستان جوړ شوې وو٬قائداعظم د هندو مسلم اتحاد سفير وو د هغه په ذهن كښې هم نه وه خو چې كله هغه ته د هندو راج د نظريې پته ولګېده نو بيا يې د پاكستان خبره وكړه۔قائداعظم څو ځله مسلمانانو ته ووئيل چې د انګريزانو نه د آزادۍ نه پس د مسلمانانو لپ??ره جلا وطن نه وي نو بيا به د هندو پھ غلامۍ كښې ژوند تېرول وي۔نن په هندوستان كښې آر اېس اېس د غوا او غوښې خوړونكو يا د غوا كاروبار كونكو سره چ?? څه كوي د هندو پشمول يو مذهب يې هم اجازه نه وركوي۔وزيراعظم ووئيل چې انساني ټولنې په انصاف او انسانيت ولاړې وي۔كه په انساني ټولنه كښې دا دواړه څيزونه نه وي نو بيا دا ټولنه د ځناورو نه هم بدتره ده۔وزيراعظم ووئيل چې د تېرو 29 ورځو نه په مقبوضه كشمير كښې كرفيو ده۔د 80 لكو نه زيات خلك په كورونو كښې بند دي رنځورانو لپ??ره داروګان نشته٬كه په چا كښې رحم وي نو هغه انسانانو سره داسې س??وك نه شي كولې٬كوم مذهب د داسې كولو اجازه نشي وركولې۔وزيراعظم ووئيل چې زمونږ رب٬ رب العالمين او رسول رحمت اللعالمين دې۔كه كوم مسلمان په بل چا ظلم كوي نو دا زموڼږ د دين خلاف ورزي كوي٬ټول اقليتونه برابر حقوق لري٬قائداعظم په خپله وېنا كښې هم دا په ګوته كړي۔ده ووئيل چې زمونږ قرآن وائي چې پھ دين كښې هېڅ جبر نشته٬ايمان انسان لپ??ره تر ټولو لويې نعمت دې ځكه پھ دې كښې زور نشته٬مونږ ټول انسانان برابر ګڼو٬كه مسلمان په كوم مذهب لرونكي ظلم كوي نو دا زمونږ د دين خلاف دې۔وزيراعظم ووئيل چې نن آر اېس اېس چې څنګه هندوستان ته وړل كېږي٬د هندوستان خلك به ډېر زر پوهه شي چې د دوي ځاې نشت۔20 كروړه مسلمانان په هندوستان كښې په يره كښې ژوند تېروي۔عيسايانو سره هم داسې س??وك كولې شي كه مخه يې ونه نيولې شي نو سكهان به هم دې سره مخ شي۔د آر اېس اېس مشرانو مو كه ولوستل نو معلومه به شي د دوي نظريه د هندو راج وه۔د دې زيات خطر د هندوستان خلكو ته دې۔كه څوك چرته احتجاج كوي نو د آر اېس اېس خلك هلته ورسي٬مونږ ټولو ته به د دې نظريې په ضد غږ پورته كول وي٬ټولې نړۍ ته د دې نه خطر دې۔وزيراعظم ووئيل چې په كرتار پور ل??ره پرانستلو د مننه كولو كومه خبره نشت٬كرتار پور او ننكانه زمونږ د مكې او مدينې پشان سكهانو لپ??ره مقدس ځايونه دي٬مونږ سوچ هم نه شو كولې چې څوك جې مكې او مدينې لپ??ره زمونږ مخه ونيسي٬سكهانو لپ??ره آسانې پېدا كول په مونږ فرض وو٬مونږ په مذهبي ځايونو سكهانو ته آسانې وركوو۔وزيراعظم ووئيل چې د بابار ګورو نانك د زېږون 550مه ورځ به سكھ وروڼو سره په ګډه په بشپړه توګه لمانځو