اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د احساس او صحت انصاف كارډز پشان پروګرام معرفي كولو سره د عام وګړي ژوند ښه كولو لپاره اقدامات كړي دي٬ حكومت د اسان كاروباري اقداماتو د لارې برآمدي صنعت ته وده و??كو??٬ د سرمايه كارو اسانيې لپاره شويو اقداماتو سره د دوي اعتماد بحال شوے٬ پاكستان په محفوظ لاسونو كښې دے۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې وو??يل چې پاكستان په محفوظ لاسونو كښې دے ځكه چې هېواد د بحرانونو نه ويستلو لپاره سول او پوځي مشران يو موټي دي۔ هغې وو??يل چې د اولس خدمت لپاره په قومي ادارو كښې اصلاحات كولې شي۔ هغې وو??يل چې په جمهوريت كښې د مخالفې ډلې كردار تنقيدي ضرور وي خو جمو او كشمير يوه قومي مسئله ده۔ هغې وو??يل چې اوسنې حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په نړيوالو فورمونو د كشمير په اړه د هندوستان بيانيه غلطه ثابتوي۔ هغې وو??يل چې د چين او روسيې پشان نړيوال طاقتونه په مقبوضه كشمير د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې وو??يل چې يو حكومت ه?? د كشمير مسئلې په اړه په پالېسې كښې د بدلون سوچ هم نه شي كولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې وو??يل چې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار د صوبې چارې په ښه ډول چلوي او د هغه په كابينه كښې د بدلون مقصد د خلقو په خدمت كښې بهتري راوستل دي۔