??سل??م آباد 24 ستمبر (اے پي پي) چين وئيلي دي چې چين به د پاکستان د سيمه ا??زې خپلواكۍ او د قامي وقار ملاتړ روان ساتي٬ پاك چين دوستي نه ختمېدونكې ده٬ د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? د لوړې كچې تګ راتګ او په سيمه ايز او نړيواله كچه نزدې شريكه مرسته لا مستحكم كېږي۔ د نهې په ورځ بېجنګ كښې د چين د خارجه وزارت وياند د اوونيز بريفنګ په مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې كښې د وزير??عظ?? عمران خان او د چين د خارجه چارو وزير ترم??نځ?? په ملاقات تبصره كولو سره ووئيل چې زمونږ دوستي نه ختمېدونكې ده٬ د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? د لوړې كچې تګ راتګ او په سيمه ايز او نړيواله كچه نزدې شريكه مرسته لا مستحكم كېږي۔ ??ياند ووئيل پاكستان او چين سدا بهار ستراتېژك شراكت دار او دواړه هېوادونه په هر فورم د يو بل ملاتړ كوي۔ ??ياند واضح كړه چې چين به د پاکستان د سيمه ا??زې خپلواكۍ او د قامي وقار ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د چين د ملګرتيا تګ راتګ او عملي مرستې ته وده وركولو او سي پېك د پرمختګ د اعلٰې معيار ماډل جوړولو په غرض به پاكستان سره كار دوامدار ساتي۔ ده ووئيل د پاك چين دوستۍ سره د اولس معاشي حالت ښه شوے دے