این ډي اېم اے د ملائیشیا سېلاب ځپليو لپاره د مرستي سامان ولېږلو

image

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډي اېم اے) د چارټرډ فلائټ د لارې د ملائیشیا سېلاب ځپليو لپاره د مرستي سامان وړومبې کھیپ کوالالمپور ته ولېږلو۔د این ډي اېم اے د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه آفت ځپليو هېوادونو وګړو لپاره د مرستي وركولو سلسله روانه ساتلو سره د مرستي سامان د اتوار په ورځ سهار 5 بجے اسلام آباد انټرنېشنل ایئرپورټ څخه لېږلې شوي۔ لېږلې شوي د مرستي کھیپ كښې د ملائیشیا سېلاب ځپليو ضروريات ترنظر ساتلو سره په خیموں، کمبلو، لحاف، بسترو او لائف جیکټس مشتمل 40 ټنه سامان شامل ؤ۔دې نه ځانله تقریباً 40 ټنه د مرستي په سامان مشتمل دويم کھیپ به هم زر ولېږلې شي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف ملائیشیا كښې د سېلاب له امله پهشوي قیمتی ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره حکومت او اولس د اړخه د هر ممکن مرستي باور كولو سره ووئيل پاکستان پخپله هم د قدرتی آفتونو له امله ځلې شوي او په داسې هنګامی صورتحال كښې د مسئلو څخه خبر دے لهذا د ملائیشیا سره د بحالۍ په دې مزل كښې به هر ممکن مرسته كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں