اسلام آباد۔6جنوری(اے پی پی)د وزیراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې کوآرډینېټر رومینه خورشید عالم وئيلي دي د زمكې حفاظت زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ پاكستان په كاپ 29 كښې په زړه پورے كار وكړو٬ د پېرس اګریمنټ آرټیکل 6 په اېكټو كولو صلاح يوه شوې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د کاربن ګائډ لائن منظوري بېنچ مارک دے ٬ دې سره مونږ د نړيوال كاربن ماركيټ برخه جوړېدے شوو۔ د وزیراعظم کوآرډینېټر په دې خبره زور راوړو چې پرمختګ كړي هېوادونه دې خپل ماحولياتي لوظونه تر سره كړي۔ دې ووئيل د پاكستان كاربن پالېسۍ څخه د منطقې نور هېوادونه هم ګټه پورته كولې شي۔ دې ووئيل په كاربن پالېسۍ صوبو سره په ګډه كار كولو له چمتؤ يؤ۔ د وزیراعظم کوآرډینېټر ووئيل په كاپ 29 كښې د ټولو صوبو كسان موجود وو۔