تر فروري 2025 به د توان په څانګه كښې په زياتره منصوبو عملدرآمد وكړے شي٬ د توان په څانګه كښې د اصلاحاتو عمل تندۍ سره روان دے ٬ د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري خبري كنفرنس

image

اسلام آباد۔28دسمبر (اے پی پی) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي تر فروري 2025 به د توان په څانګه كښې په زياتره منصوبو عملدرآمد وكړے شي٬ د توان په څانګه كښې د اصلاحاتو عمل تندۍ سره روان دے په ٬مارچ 2025 كښې به د بجلۍ اخستل خرڅول د حكومت ذمه واري نه وي ٬ د توان په بحران قابو موندلو څخه وروستو اولس ته ګټې رسول د حكومت ذمه واري ده٬ د بجلۍ قيمتونو كښې ښكاره كمې شوې دې٬ حكومت صنعتي څانګې ته په ترجيحي بنيادونو آسانۍ وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل څلور كاله وړاندې د تېر حكومت په دور كښې د توان څانګه او په خاص توګه د بجلۍ سېكټر زياتو مسئلو سره مخ ؤ۔ د ګوند مشر نواز شریف او وزیر اعظم شهباز شریف سخت هدايات وكړل چې د پاكستان دې مهم سېكټر كښی د اصلاحاتو پروګرام دې روان وساتلے شي۔ ده ووئيل زما د رايې له مخې په دې 9 مياشتو كښې چې د شهباز شريف حكومت كومه كاميابي ترلاسه كړې ده د پاكستان په تاريخ كښې د پاور سېكټر ريفارمز په لړ كښې داسې كله نه دي شوې۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل د جون مياشت كښې د بجلۍ اوسط قيمت 48 روپۍ 70 پېسې ؤ هغه اوس په دې موده كښې 44 روپۍ او 4 پېسې في يونټ ته رارسېدلې دې۔ د انډسټری 58 روپۍ 50 پېسې اوسط یونټ نن 47 روپۍ 17 پېسې ته راغلې دې ٬ 10 ارب روپۍ كلن سبسډي بوج مو كم كړے دے۔ سردار اوېس احمد خان لغاری زياته كړه چې مونږ د خپل ډسكوز ريفارمز پېل كړل نن په ډسټریبیوشن کمپنیو كښې سوا له دوه كمپنيو كوم سفارشي بورډ ممبر نشته ٬ نه كوم سياستمدار ٬ نه كوم خبريال ٬ نه كوم جج او نه كوم پوځي افسر د چا سفارش كړے دے٬ د پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د سفارش نه غېر د دې كمپنيو بورډز جوړ كړې شوي دي كومو چې ګټه وركول پېل كړي دي۔ ده ووئيل مونږ د قرضې بوج كمولو له د پاور سېکټر د ریسټرکچرنګ پېل فنانس منسټرۍ سره په ګډه كړې دې۔ دا يو لوے قدم دے ٬ 75 فیصد كېپسټي پېمنټ كوم چې د بل برخه ده د دې به ډېر بوج كم شي۔ د دې ګټه به قامي معيشت ته وي او د بجلۍ صارفينو لپاره به څو روپۍ في يونټ بوج هم كم شي۔ ده ووئيل مونږ 17 زره مېګاواټ بجلي نور اخستونكي يؤ٬ په راتلونكو څو ورځو كښې به وزيراعظم ددې منظوري وركړي۔ وفاقي وزير ووئيل 80 څخه تر 85 اربه څخه د زياتو روپو زيان به د بلوچستان د ټيوب ويلونو د بلونو نه وركولو د لاسه كېدلو ٬ مونږ به دغه زيان برداشت كولو٬ د دې په ځاے يو لوے پروګرام پېل كړے شوے دے په كوم كښې چې 70 فیصد وفاق او 30 فيصده د بلوچستان حكومت وركوي٬ 55 اربه روپو سره دا ټولې ټيوب وېلې شمسي ټیوبوېلز ته اړولې شي٬ 2600 ټیوبلز ته شمسي توان لپاره پېسې وركړې شوي دي۔ ده ووئيل په آئي پي پيز كښې مو د 5 پلانټونو لوظنامې ختمې كړې٬ د 411 اربه روپو سېونګ مو خپل هېواد ته وكړو۔ ده ووئيل دا د نواز شريف هغه لوظونه وو كوم چې وزيراعظم شهباز شريف او مريم نواز شريف په 9 مياشتو كښې ترسره كړل۔ ده ووئيل د راروان ګرمۍ موسم څخه وړاندې مونږ د بجلۍ په قيمت كښې لا كمي كولو له اقدامات كوؤ۔ ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به د بجلۍ صارفينو ته وښايوو چې كوم رعايت مونږ د 26 روپۍ يونټ په دې يخنۍ كښې وركړې دا په ټوله منطقه كښې تر ټولو ارزانه بجلي ده۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې ټول كال مونږ صارفينو ته دې څخه هم په كم قيمت بجلي وركړؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی وفاقي وزير ووئيل د ډسټریبیوشن کمپنیز پرائیویټائزېشن كولې شي او دې څخه وروستو به په نېپرا هم كار كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هيله لرؤ چې سیکولر ډېټ لپاره په بېل كړې شوي بجټ كښې د اضافې مخه نيولو كښې به كامياب شوو۔ دغسې د کمپلېنټ سسټم مسئلو ختمول هم زمونږ هدف دے ٬ په راروانو څلور مياشتو كښې به زمونږ د کسټمر کیئر 118 نمبر فون په بشپړه ډول اېكټو وي او د شكايتونو آن لائن ازاله به ريكارډ كيږي او دغسې د اووربلنګ په شمول د بجلۍ د څانګې نورې مسئلې به هم په ترجيحي بنيادونو ختمولې شي دغسې چې صارفينو ته د ارزانۍ بجلۍ وركول باوري كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں