واشنګټن، د خزانې وزير اورنګزیب سره د سعودي همڅنګ الجدان ملاقات ٬ د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق

image

واشنګټن۔23 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وزير اورنګزېب سره د نړيوال بانك او آئي اېم اېف كلن ميټنګز په موقعه د ده سعودي همڅنګ الجدان ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې په زياتولو سلا راغله۔ دواړو وزيرانو د پاکستان او سعودي عربستان ترمينځه د تاريخي او ورورولۍ اړيكو ستائنه كولو سره په دوه اړخيزه ګټو د اډانه اړيكو له مضبوطولو ، دوه اړخيزه تجارت ته د لا ودې وركولو او په مهمو څانګو كښې دسرمايه كارۍ آسانۍ باوري كولو عزم وكړو۔ سعودی وزیر د توان په څانګه كښې د اصلاحاتو حوالې سره خپلې تجربې هم د خزانې وزير سره ګډې كړې۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں