پاكستان او سعودي عرب به په ګډه د پرمختګ او خوشحالۍ منزلونه ترسره كوي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

image

رياض 30 اكتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او سعودي عرب به په ګډه د پرمختګ او خوشحالۍ منزلونه ترسره كوي٬په لوظ نامو زر تر زره عملدرآمد خوشبينه دے۔وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د سعودي سرمايه كارۍ وزير خالد بن عبدالعزيز الفالح سره شريك پرېس كنفنرس په مهال كړې۔ په دې موقع د سعودي عرب شاهي ديوان صلاحكار محمد بن التویجری هم موجود ؤ ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان كښې د بهرني سرمايه كارۍ د زياتوالي سلسله روانه ده۔د سعودي دورې په مهال د وزيراعظم په خاص هڅو د سعودي عرب لخوا پاكستان كښې نوره د 600 ملين ډالرو سرمايه كارۍ له په لوظ نامو اتفاق شوے ۔ دې څخه وړاندې د سعودي عرب سرمايه كارۍ پلاوي په اكتوبر 2024 كښې د پاكستان دورې په مهال د 2.2 ارب ډالر مفاهمتي يادښتونه او لوظ نامې لاس ليك كړې وې ۔ د وزيراعظم د سعودي اوسنۍ دورې په مهال د نورې 600 ملين ډالرو سرمايه كارۍ څخه په مجموعي توګه پاكستان كښې د سعودي سرمايه كارۍ حجم 2.8 ارب ډالر ته ورسېد او دغسې د سعودي عرب پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره د لاس ليك شوو مفاهمتي يادښتونو او لوظ نامو شمېره د 27 څخه 34 ته ورسېده ۔ سعودي پاكستان كښې په 5 پروژو كار پیل كړے او په تندۍ سره بشپړېدو پلو روانې دي۔ بيان تر مخه د وزيراعظم دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته لا ودې وركولو او سرمايه كارۍ كښې په اضافه هم خبرې اترې وشوې ۔دغسې وزيراعظم په سعودي كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړی لپاره د سعودي حكومت سره هم خبرې وكړې۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں