د سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې په كامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

image

اسلام آباد۔22نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې په كامياب آپرېشن امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كړې دي۔ دې ځاے څخه د جاري شوي بيان له مخې سپيكر په آواران، ډېرہ بګټي او کېچ كښې د ترهګرو په ضد د كامياب آپرېشن په كولو د ځوانانو د مړانې ستائنه كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو زيات مطلوب خوارج ترهګر خپل منطقي انجام ته ورسول٬ ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو تر څنګ ولاړ دے۔ سردار ایاز صادق ووئيل قام په خپلو امنيتي ځواكونو وياړي ٬ هېواد څخه د ترهګرۍ نوغې ويستلو پورې به د ترهګر عناصر په ضد كارروائي روانه ساتلې شي

مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں