د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د بنګله دېش هائي كمشنر محمد روح العالم صديقي ملاقات٬پاكستان او بنګله دېش كښې د كركټ په وده ٬دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد28 نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د بنګله دېش هائي كمشنر محمد روح العالم صديقي ملاقات كړے٬ملاقات كښې پاكستان او بنګله دېش كښې د كركټ په ود ه ٬دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوی۔د بنګله دېش هائي كمشنر د چيمپئنز ټرافي ټورنامنټ كولو په اړه د پاكستان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف او بنګله دېش چيف ايډوائزر ډاكټر محمد يونس ترمينځه په باكو كښې په زړه پورې ملاقات شوے۔د پاكستان وزيراعظم په سپارښتنه به ډېر زر د بنګله دېش دوره وكړم۔د دورې مقصد د بنګله دېش حكومت او اولس سره د خېرسګالۍ او دوه اړخيزه اړيكې قوي كول دي۔ ده ووئېل پاكستان او بنګله دېش په خپلو كښې د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې لري۔پاكستان د بنګله دېش سره په بېلو څانګو كښې د اړيكو لا قوي كولو خوښي لري۔وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د چيمپئنز ټرافۍ لپاره تيارۍ مكمل شوي۔د بنګله دېش هائي كمشنر د انګلينډ په ضد ټيسټ او د آسټرېليا په ضد ټي 20 سيريز كښې د پاكستان كركټ ډلې كاركردګي وستائېله۔ده ووئيل بنګله دېش د پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬ او دواړه هېوادونه خپلو كښې په اولسي كچ ښې رابطې لري

مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں