د وفاقي کابينې غونډه، پاکستان ټيلي کميونيکيشن (ري آرګنائزيشن) ايکټ كښې بدلون له قانون سازي، د پرېس آفيسرز تعيناتۍ په اړه قواعد او ضوابط،د ژوند بچ كولو ميډيکل آلات د بيعو ټاكنې لپاره د کمېټۍ بيا تشکيلولو منظوري

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) وفاقي کابينې د پاکستان ټيلي کميونيکيشن (ري آرګنائزيشن) ايکټ سيکشن 3 (7) كښې بدلونونو له د قانون سازۍ، د انفارمېشن ګروپ افسرانو پرېس آفيسرز تعيناتۍ په اړه د قواعد او ضوابط منظوري، د لياقت يونيورسټي آف ميډيکل اينډ هيلتھ سائنسز ټھټھه رجسټرېشن/شناخت، د ژوند بچ كولو ميډيکل آلات بيعو ټاكنې لپاره د کمېټۍ بيا تشکيلولو منظوري وركړې ده۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار وفاقي کابينه خبره كړه چې د پاکستان د ملګرو ملتونو سکيورټي کونسل غير مستقل رکن په حيث دوه كلنه موده نن څه پېل كېږي۔ وفاقي کابينې په سفارتي ډكر دا لويه كاميابي وستائېله۔وزيراعظم محمد شهباز شريف سپارښتنه وكړه چې د ګوادر بندرګاه څخه په تيرو درېو مياشتو كښې د پبلك سيکټر درآمدات تفصيلات دې وفاقي کابينه ته راروانه غونډه كښې وړاندې كړې شي۔وفاقي کابينې د کابينه ډويژن /سيکرټريټ په سفارش د پاکستان ټيلي کميونيکيشن ( ري آرګنائزيشن) ايکټ سيکشن 3 (7) كښې د بدلونونو په اړه د قانون سازۍ اصولي منظوري وركړه۔ وفاقي کابينې د اطلاعات او خپرونو وزارت د اړخه د انفارمېشن ګروپ افسرانو بهر هېوادونو كښې په پاکستاني سفارتي مشنز كښې د پرېس آفيسرز تعيناتۍ په اړه د قواعد او ضوابط منظورۍ له هم سفارش وکړو۔د دې قواعد و ضوابط په نتيجه كښې به د انفارمېشن ګروپ افسرانو بهرهېوادونو كښې پاکستاني سفارتي مشنز كښې د تعيناتۍ عمل نور سپېځلے او په ميرټ اډانه كولې شي۔وفاقي کابينې د قامي روغتيا وزارت په سفارش د لياقت يونيورسټي آف ميډيکل اينډ هيلتھ سائنسز ټھټھه رجسټريشن/شناخت منظوري وركړه۔ وفاقي کابينې د معزز سپريم کورټ آف پاکستان هيومن رائټس کيس لمبر 623-پي /2017 پريكړي په رڼا او د قامي روغتيا وزارت په سفارش د ژوند بچ كولو ميډيکل آلات د بيعو ټاكنې لپاره د کمېټۍ تشکيل نو منظوري وركړه۔ وفاقي کابينې د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارت په سفارش د نېشنل فوډ سيفټي ، اينيمل اينډ پلانټ هيلتھ اتھارټي بل پارليمان ته د لېږلو منظوري وركړه۔ دغسې وفاقي کابينې د ليجسليټو کيسز لپاره د کابينه کمېټۍ د 17 دسمبر 2024 غونډه كښې د پريكړو توثيق هم وكړو او سټيزن شپ ايکټ كښې د تراميم توثيق موخر کړے شو۔وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کمېټۍ د 18 دسمبر 2024 غونډه شوې پريكړې او د رياستي ملکيتي اداره جات لپاره د کابينه کمېټۍ 24 دسمبر 2024 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق هم وكړو۔

مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں