ملګري ملتونه 22 جنوري(اے پي پي) پاکستان د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ كښې د خېبر پښتونخوا په كرك ضلع كښې درمسال ته د اور لګولو پېښې پحقله د هند غېر تصديق شوې ادعاګانې مسترد كولو سره وئيلي دي هند دې په نورو د تورونو لګولو په ځاے پخپل هېواد كښې د اقليتونو حقونو ته پام وكړي٬ د پاكستان استازي ذالقرنين چھينا د هندي استازي اشيش شرما ادعا په كومه كښې چې ھغه وئيلي وٶ په كرك ضلع كښې چارواكو درمسال ته د اور لګولو د پېښې تماشه كوله او هېڅ ئې نه دي كړي د دې په ځواب كښې په عمومي اسمبلۍ كښې ځواب كښې ووئيل دا په وړومبي ځل داسې نه دي شوي چې هند په نورو هېوادونو كښې د اقليتونو په حقونو د تشويش څرګندونه كړې۔ ده ووئيل هند خپله د اقليتونو د حقونو د ټولو نه زياته او مستقل خلاف ورزي كونكے هېواد دے۔ ده ووئيل په هند او پاكستان كښې د واضح فرق اندازه د دې نه لګېدې شي چې په كرك ضلع كښې درمسال ته د اور لګولو پېښې نه سمدستي وروسته تورن نيولې شوي او د درمسال د مرمت احكامات جاري كړې شوي٬ اعلٰې عدليه او سياسي قيادت د دې پېښې نوټس اخستے او د پېښې ئې غندنه كړې ۔ده ووئېل په هند كښې خو د مسلمانانو سره او نورو اقليتونو سره امتيازي سلوك ښكاره كېږي او هلته اقليتونه په رياستي جبر كښې په ژوند كولو مجبوره دي چې بكښې د هند واكدارانو متنازعه شهريت٬ د هندي وګړو قامي رجسټر (اېن آر سي)، په كال 2002 كښې د ګجرات قتل عام، په كال 2020 كښې د مسلم مخالف ډيلے پروګرام، په كال 1992 كښې د بابري جومات شهيدولو او د دغې مجرمان د هند عدالت لخوا خوشې كول، د کرونا وائرس په خپرېدو كښې مسلمانان تورن ګرځول، د مغربي بنګال مسلمانان د لرګو چينجي ګرځول او د هند په تسلط مقبوضه جمو کشمير كښې د بې ګناه كشميريانو د ماورائے عدالت قتل غوندې اقدامات شامل دي۔ ده ووئيل د هند د واكمن ګوند بي جے پي او هندو انتها پسند تنظيم آر اېس اېس اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو د حقونو د منظمو خلاف ورزو او تشدد ډېر مثالونه موجود دي۔ ده ووئيل د هند قيادت په فروري كال 2020 كښې د ډيلي قتل عام تورن انصاف سره مخ كول خو لرې خبره ده د دغې غندنه قدرې هم نه ده كړې٬ د پاکستان استازي ووئيل په رياستي سرپرستۍ كښې د كېدونكې ترهګرۍ او امتيازي سلوك په سبب هند د بشري حقونو په مسئله د عويدارۍ په پوزيشن كښې نه دے ٬ هند دې په نورو د تورونو لګولو په ځاے پخپل هېواد كښې د اقلتونو حقونو ته پاملرنه وكړي