نن په هند كښې سيكولرازم ختميدونكے او د هندوتوا سوچ رامخې ته كيدونكے ښكاري، خارجه وزير شاه محمود قريشي

image

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي په هند كښې مسلمان،بنګاليان، دلت څوك هم محفوظ نه دي ، نن په هند كښې سيكولرازم ختميدونكے او هندوتوا سوچ رامخې ته كيدونكے ښكاري۔ د نهې په ورځ د تورې ورځ په اړه يو مهم بيان كښې خارجه وزير ووئيل نن د هند د جمهوريه ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځلې كيږي، نن په ټوله نړۍ كښې كشميريان په احتجاج دي۔شاه محمود قريشي ووئيل د آئين ترمخه كشميريانو له وركړے شوے تشخص اخستلے شوے ،كشميريان په احتجاج دي د هغوي بنيادي آئيني حقونو ته زيان رسيږي۔ده ووئيل نړيواله ميډيا ، د بشري حقونو تحفظ لپاره كار كوونكې نړيوال تنظيمونه، مقبوضه جمو او كشمير كښې روانې د بشري حقونو خلاف ورزي او د هند ظلمونه په ډاګه شوي ۔خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل نن د هند ريپبلك ډے پريډ كښې ټينكونه نه ټريكټرې په نظر راتللې ۔نن د هند كروندګرو د ډلي پلو مارچ كولو،شاه محمود قريشي ووئيل د هندي سركار منفي پاليسيو له امله د هند د معيشت صورتحال خراب شوے ۔هند كښې نن اقليتونه خپل ځان غير محفوظ محسوسوي۔ده ووئيل نن په هند كښې مسلمان،بنګاليان، دلت څوك هم محفوظ نه دي ،هند كښې د جمهوريت په ځاے تور قوانين نافذ كيږي۔خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل نن په هند كښې سيكولرازم ختميږي او هندوتوا سوچ په ډاګه كيږي، د هند د رويې په وجه ټول ګاونډيان په زوراق كښې دي۔ نيپال،چين،بنګله ديش ټولو سره د هند رويه بدله شوې

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں