اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي د وزيراعظم د 10 بلين هني پراجېكټ په نتيجه كښې به په هېواد كښې لكونو خلقو لپاره د ګرين روزګار موقعې راپېدا شي او د شهد برامدات به وده وكړي چې په نتيجه كښې به ئې زياته زرمبادله ترلاسه كېدو له مرسته تر لاسه شي. ده دا خبرې د نهې په ورځ د قامي وركشاپ پرانستې دستورې او د نېشنل اېپيكلچر پروګرام اجرا په موقع په خپله وېنا كښې وكړې. نېشنل اېپيكلچر پروګرام په هېواد كښې د شهد د مچو ساتلو تر ټولو لوي پروګرام دے. ملك امين اسلم ووئيل د دې پروګرام له مخې به د شهدو مناسب برانډنګ، سېمپلنګ سره سره د نړيوال معيار له مخې پېكجنګ كولې شي. ده ووئيل د كركيلې د څانګو د پوهانو په مشاورت او لارښونه قامي پروګرام وضع كولې شي. ده ووئيل په دې لړ كښې د شورو په ورځ يوه پائلټ پروژه پېل كولې شي چې نتيجې به ئې سږ كال د جون تر مياشتې رامخې ته شي. ملك امين اسلم ووئيل د پاكستان نېشنل بېنك به په هېواد كښې د شهدو د مچو فارمنګ يا اېپيكلچر كښې خوښي لرونكو ته 9 اربه روپې وركوي. په دې لړ كښې به د ځوانانو د تربيې اهتمام هم كولې شي.ده ووئيل د شهدو مچې نه يوازې د شهدو پېداوار بلكې د فصلونو پېداوار زياتولو لپاره هم ګټور كردار ترسره كوي. ملك امين اسلم ووئيل سعودي د 10 بلين هني اغستو له خوښي څرګنده كړې. په دې موقع پوهانو د هني فارمرز ستونزې په ډاګه كړې او د دې حل لپاره ئې تجويزونه وړاندې كړل.