ملګري ملتونه 17دسمبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل مندوب منیر اکرم په افغانستان كښې د موجودہ انساني او معاشي بحران مخنيوې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان او نړۍ د لوږې او بې وزلۍ نه بچ كېدو لپاره د هجرت كوؤنكو د لكھونو په شمېر افغان وګړو د راتګ امكاناتو سره مخ كېدې شي۔ ده تيره ورځ د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمېشن د اړخه ورچوئل مباحثے په مهال پاکستان كښې د 40 لکهه افغان كډوالو موجودګۍ پلو اشاره كولو سره په ډاګه كړه چې دا په 40 كلونو كښې د كډوالو دويمه تر ټولو لويه شميره ده او پاکستان د نورو كډوالو د كوربتوب متحمل كيدې نشي۔ د مباحثے سرخط “درې كلونو كښې په كډوالو نړيوال اغېز۔۔۔” ؤ۔ ده ووئيل د افغان كډوالو د كومې نوې چپې كوربتوب به نړيوالې ورورولۍ او نورو غړو له كول وي۔ ده ووئيل افغانستان د بشري بحران څخه بچ كولو او د كډوالو د يوې نوې چپې مخنيوي له بايد نړيواله ورورولي د افغانستان اولس په سمدستي توګه بشري او معاشي مرسته وكړي۔