اسلام آباد 18فروری(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د سماﺀ سينئر پروډيوسر اطهر متين د وژنې غندنه او د افسوس خرګندونه كړې۔د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير د غلو د ډزو په نتيجه كښې د سينئر خبريال د وژنې په سختو ټكو غندنه كولو سره د د سندھ چيف سېكرتري او سندھ آئي جي څخه د پیښې رپورټ غوښتے دے۔د كورنيو چارو وزير ووئيل سينئر خبريال د غلو د لاسه وژنه يوه بهيمانه پېښه ده۔ده ووئيل مونږ د دې پېښې په سختو ټكو غندنه كوو