اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د موسميات محكمې راتلونكو دوو ورځو په مهال د هېواد په بېلو سيمو كښې د نورو بارانونو له امله لاندې سيمو كښې د اوبو راتللو٬ خوړونو كښې د سېلاب او غريزو سيمو كښې د خاورو كمرو رالوېدو اندېښنه څرګنده كړې۔د موسميات محكمې له مخې د خالي او اتوار په ورځ كراچۍ٬حېدرآباد٬، ټھټه، بدین، شهید بینظیرآباد، جامشورو، میرپورخاص، دادو،عمرکوټ، جیکب اآباد، لاړکانه او سکھر ، لاهور، ګوجرانواله، فیصل آباد، ډی جی خان، سرګودھا، ډی آئي خان، ملتان، مظفرګړھ، ساهیوال، خانیوال، بهاولپور، بهاولنګراو رحیم یارخان كښې لاندينې سيمو كښې د اوبو راتللو اندېښنه ده۔د خالي او اتوار په ورځ د موسميات محكمې ژوب، لورالائي ،بارکھان،کوهلو، موسی خیل، شیرانی، سبی ، بولان او د ډیرہ غازی خان غره ايزو او ځايې ندي نالو كښې د اوبو خطره ده۔په دې مهال کشمیر، ګلیات، مری ،چلاس، دیامیر، ګلګت، هنزہ، استور او سکردو كښې د خاورو كمر رالوېدو اندېښنه څرګنده كړې۔نن د خالي په ورځ سندھ٬بلوچستان٬پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬كشمير او ګلګت بلتستان كښې د تېزې سيلۍ او د نورو بارانونو امكان دے۔د تېرو 24 ساعتو په مهال پنجاب٬اسلام آباد٬خېبرپښتونخوا٬سندھ٬بلوچستان او كشمير كښې د تېزو هواګانو سره باران شوے دے