اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د مواصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود د پېښور ميئر حاجي زبير علي سره د سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه او عهد يې وكړو چې وفاقي حكومت به د آخري ځپلي تن تر بحالۍ هڅې روانې ساتي۔د اتوار په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې هغه د ځپليو كسانو سره ملاقات وكړو او د زړه نه يې د يو والي څرګندونه وكړه او اړوند چارواكو ته يې د رېليف او بحالۍ په كارونو كښې د تندۍ راوستلو هدايت وكړو۔سېلاب ځپليو سره په خبرو كښې مولانا اسعد ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب ځپليو ورثا لپاره د معاوضې اعلان وړاندې څخه كړې او د ټول زيان ازاله به كولې شي۔ده ووئيل چې ټول انفراسټركچر به په بېړني بنيادونو بحالولې شي او نېشنل هائي وے اتهارټي ته هدايت كړی د سېلاب له امله ځپليو سيمو كښې د بحالۍ كار دې په سمدستي توګه پیل كړی شي۔په دې موقع د پېښور ميئر حاجي زبير علي ووئيل چې زه پخپله هم د صورتحال باقاعدګۍ سره نګراني كوم او د ضلعي انتظاميې عمله په دې سخت وخت كښې د اولس خذمت لپاره 24 ساعت موجود ده۔د دې څخه وړاندې مولانا اسعد محمود د ميئر اقدامات وستائېل ا و د سېلاب له امله د ځپليو لپاره د ضلعې انتظاميې خذمات هم وستائېل۔په دې موقع پخوانې سېنېټر حاجي غلام علي٬صوبائي پخوانې وزير امان الله حقاني٬د نېشنل هائي وے اتهارټي غړي٬د پېښور ډپټي او د سيمې مشران موجود وو