وزيراعظم محمد شهباز شريف د سېلاب ځپليو سيمو دورې كولو لپاره كوئټه ته ورسېد۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ټوېټ

image

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف خشنوب، ضلع قلعه سېف اللہ كښې د سیلاب ځپليو لپاره په چمن كښې د لګولو شوو خیمو او سیلاب ځپليو دورې لپاره كوئټه ته رسيدلے ۔ د اطلاعات وفاقی وزیرې مرېم اورنګزیب د ګل په ورځ په خبل يو ټويټ كښې ووئيل وزیراعظم ته په لاره كښې د این ډي اېم اے چیئرمېن په ریسکیو ریلیف او د مرستې په کارروائیو بریفنګ وركړو۔خپل يو بل ټويټ كښې دې ووئيل وزیراعظم به د خپلې دورې په مهال د بلوچستان سیلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې هلو ځلو جاج اخلي او ځپليو سره به ملاقات هم كوي۔ وزیراعظم به خشنوب، ضلع قلعه سېف اللہ كښې سیلاب ځپليو لپاره د لګولو شوو خيمو او چمن كښې د ځپليو سيمو دوره كوي او ځائې وګړو سره به ملاقات هم كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں