ډهاكه/اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د آسيان ريجنل فورم 29م وزارتي غونډه كښې ګډون لپاره كمبوډيا ته د تللو په مهال د شورو په ورځ د بنګله دېش په چټاګانګ هوائي مېدان مختصر قيام كړے۔د خارجه دفتر له مخې د بنګله دېش د اطلاعات او خپرونو وزير ډاكټر حسن محمود د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هركلے كړے۔په دې موقع دواړو وزيرانو ترمينځه د كتابونو تحائف تبادله شوې ۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په چټاګانګ كښې د خپل مختصر قيام په مهال د بنګله دېش خارجه وزير ډاكټر اے كے عبدالمومن او د بنګله دېش اولس لپاره د خېرسګالۍ پیغام ورسولو