اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي د هېواد معيشت ښه والي لپاره به په آمدن او خرڅونو كښې توازن راوستل وي٬ په درآمدات به انحصار كمول او برآمدات به زياتول وي ٬د بجټ خساره 5200 اربه روپو څخه تر 4000 ارب روپو راوستلو هڅه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ دوه ورځنې ليډرز سمټ بزنس كنفرنس پرانستې غونډې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل د هېواد معيشت ښه والي لپاره به په آمدن او خرڅونو كښې توازن راپیدا كول وي٬ په درآمدات به انحصار كمول او برآمدات به زياتول وي۔ده ووئيل تېر حكومت اغستے پور د پیداواري صلاحيت زياتولو لپاره نه دے خرڅ كړے ٬پاكستان دا مهال هلته نه دے ولاړ چرته چې د قائداعظم او زمونږ د مشرانو سوچ ؤ ٬مونږ كښې صلاحيت شته خو دومره ترقي نه شو كولې څومره چې پكار ده ٬ډېر هېوادونه زمونږ څخه وړاندې دي٬مونږ له خپل څادر سره پښې غزول پكار دي۔ده ووئيل تېر كال 5200 اربه روپۍ خساره وه ٬سږ كال 4000 اربه روپۍ بجټ خساره متوقع ده۔نجي څانګې سره دومره پيسې نشته چې هغوي د حكومت مرسته وكړي٬ځكه پور اخستل وي۔ده ووئيل د كال 2013 نه تر 2018 پورې 11500 مېګاواټ برېښنا په سسټم كښې شامل كړې شوې٬مونږ د برېښنا پیداوار يو په دوه كړے خو د صنعت پیداوار ډبل شوے نه دے٬برآمدات هم ډبل شوي۔ده ووئيل ټېكس به زياتول وي يا خرڅونه به كمول وي٬مونږ د 80 اربه ډالره درآمدات كوو٬د استعمالېدو هر څيز درآمد كوو٬چې كوم هم څيز جوړوو په ځايې ماركيټ كښې ئې خرڅوو بهر ئې نه ليږو ٬ ده ووئېل 80 فيصده د هېواد پیداوار په هېواد كښې استعمالوو٬په درآمدات انحصار كمولو او برآمدات زياتول د وخت ضرورت دے۔ده ووئيل د جوارو نه علاوه د ټولو فصلونو په پېداوار كښې هند او چين د نړۍ نه وروستو دي۔ده ووئيل تېر كال 4 نيم اربه ډالره د خوراك تېل درآمد كړے شوي ٬مونږ د كينو لا پېداوار زياتولو ته پام لرنه كوو٬د كركيلې پېداوار زياتول د حكومت په ترجيحات كښې شامل دے٬ ده ووئېل برآمدي صنعت ته به پام كول وي۔ده ووئيل مونږ په تعليم كښې ډېر وروستو پاتې يو٬زمونږ نيم ماشومان د سكولونو څخه بهر دي۔د تعليم په مېدان كښې صوبائي حكومتونه هم ناكامه شوي٬نجي څانګه دې راوړاندې شي٬كه په يو نسل زده كړې وكړی شي نو راتلونكې نسلونه به مخ په وړاندې لاړ شي۔