دوحه 23 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان قطر سره خپلې روايتي نزدې سياسي اړيكې په جامع اقتصادي شراكتدارۍ د بدلولو خوښي لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د هوابازۍ٬جهاز راني٬صنعتي او بنيادي ډهانچې پرمختګ او د توان تجديد وړ څانګو كښې دوه اړخيزه اقتصادي او د سرمايه كارۍ رابطو ته د ودې وركولو ضرورت دے٬ د قطر سرمايه كار دې د پاكستان خپلواكه او سرمايه كار دوسته پالېسو څخه ګټه پورته كولو سره د كركيلې٬لائيو سټاك٬سېلګرۍ او په نورو څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د قطر انويسټمنټ اتهارټي چيف ايګزېكټو آفيسر منصور بن ابراهيم المحمود او د افریقه و ایشیا پیسیفک ریجنز چيف انويسټمنټ آفيسر فيصل ثاني الثاني پشمول د قطر انويسټمنټ اتهارټي پلاوي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړه۔قطر انويسټمنټ اتهارټي د نړۍ تر ټولو لوي خپلواكه ويلت فنډز كښې يو دے۔په دوه ورځنۍ سركاري دوره دوحه ته رسېدو سره سمدستي پس د وزيراعظم دا وړومبۍ مصروفيت ؤ ۔د كابينې مهم غړي او سينئر چارواكي د وزيراعظم سره وو۔د قطر امير دور په اندېش قيادت كښې د قطر تندرفتاره اقتصادي پرمختګ ستائېلو سره وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې پاكستان قطر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمينځه روايتي سياسي اړيكې په يو جامع اقتصادي شراكتدارۍ د بدلولو خوښي لرو٬وزيراعظم د شمسي توان٬هوا څخه د برېښنا پیدا كولو٬هوا بازۍ٬جهاز راني٬صنعتي او بنيادي ډهانچې پرمختګ او د مېلمستياﺀ څانګو پشمول په خاص توګه د توان تجديد وړ څانګه كښې دوه اړخيزه اقتصادي او د سرمايه كارۍ روابطو زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ دغسې وزيراعظم په دې مهال د پاكستان په منفرد جغرافيائي او آبادياتي ګټه رڼا واچوله۔ د پاكستان خپلواكه او سرمايه كار دوسته پالېسۍ رامخې ته كولو سره وزيراعظم د قطر سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د توان٬هوابازۍ٬كركيلې او لائيو سټاك٬ميري ټائم٬سېلګرۍ او د مېلمستياﺀ په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه ۔ده د قطر په سرمايه كارو هم زور راوړو چې هغوي د سيمه ايز رابطې او شريكې خوشحالۍ لپاره د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ څخه د راپېدا شوو موقعو څخه ګټه پورته كړي۔وزيراعظم د قطر انويسټمنټ اتهارټي له په سپيځلتياﺀ او تندۍ سره د چارو ترسره كولو د آسانيو باور هم وركړو۔دغسې د اړوندو وزارتونو لخوا په پاكستان ګښې د فوډ سېكورټي٬توان٬جهاز راني٬هوا بازۍ٬مېلمستياﺀ او سېلګرۍ په څانګو كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته كړی شوې ۔وزيراعظم په دې مهال پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره د قطر انويسټمنټ اتهارټي خوښي هم وستائېله۔په ملاقات كښې په دې امر اتفاق وشو چې د دواړو خوا نامزد استازي به د سرمايه كارۍ لپاره په مهمو تجويزونو د عملدرآمد په اړه نزدې روابط برقرار وساتي۔دغسې وزيراعظم منصوب بن ابراهيم المحمود او شېخ فيصل ثاني الثاني ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔د قطر انويسټمنټ اتهارټي پلاوي پاكستان خپله ترجيح ګرځولو سره پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او د سرمايه كارۍ موقعو لټولو له خپه خوښي څرګنده كړه