دوحه 24 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلې دي مونږ وياړ لرو چې د فيفا ورلډ كپ قطر 2022 آفيشل مېچ بال”الريحله”په پاكستان كښې جوړ كړے شوے۔ده دا خبره د شورو په ورځ د فيفا ورلډ كپ سټېډيم 974 دورې په موقع په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع وزيراعظم ته د ورلډ كپ تيارۍ په اړه بريفنګ وركړے شو۔سټېډيم ته په رسېدو د وزيراعظم معاونت د سټېډيم ګائيډ وكړو او هغه يې د فيفا ورلډ كپ 2022 كوربتوب لپاره د قطر د حكومت لخوا د چمتوالي نيولو نه خبر كړو۔وزيراعظم د نړۍ د لوبو لوي ايونټ لپاره د جديدو آسانيو په اړه د قطر هڅې وستائېلې۔ده د فټ بال سټېډيم ستائنه وكړه چې پكښې د قطر د كلتور او شناخت عكاسي شوې۔وزيراعظم د قطر اولس او مشرتابه لپاره د مېګا ايونټ كاميابۍ له هيله څرګنده كړه ۔وزيراعظم د ورلډ كپ په اړه د بنيادي ډهانچې په تعمير كښې د پاكستان د افرادي قوت مهم كردار هم وستائېلو۔وزيراعظم ووئيل پاكستانيان په دې حقيقت فخر كوي چې د فيفا ورلډ كپ قطر 2022 آفيشل مېچ بال”الريحله”په پاكستان كښې جوړ كړے شوے دے