اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په كوئټه كښې د برېښنا بندېدو نوټس اخستو سره په صوبائي پايه تخت كښې د برېښنا وركړه سمدستي د بحاولو سپارښتنه كړې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د برېښنا وزارت ته هدايت كړے چې په كوئټه كښې د برېښنا بحالولو لپاره ټول اقدامات وكړي او د اولس د ستونزو او ګيلو ازاله وكړي