اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مريم اورنګزېب وئېلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف به(نن)د جمعې په ورځ په سكهر كښې د سېلاب ځپليو سيمو دوره كوي٬وزيراعظم به سېلاب ځپليو سره ملاقات هم كوي۔د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې دې ووئيل چې وزيراعظم چې څنګه اسلام آباد ته راورسېدو نو په اقتصادي چارو ډويژن كښې يې د سېلاب ځپليو مرستې٬رېسكيو٬رېليف او په بحالۍ مرستې لپاره نړيوالو شراكتدارو سره د غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د رېسكيو٬رېليف او ځپليو سره د نغدې مرستې د پیشرفت جاج واخستلے شو۔دې ووئيل وزيراعظم ته د اېن ډي اېم اے چيئرمېن او صوبائي ادارو د سېلاب په اړه بريفنګ وركړو۔دې ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف به(نن)د جمعې په ورځ په سكهر كښې د سېلاب ځپليو سيمو دوره كوي٬وزيراعظم به سېلاب ځپليو سره ملاقات هم كوي۔