د تركيې څخه د مرستې سامان راوړلو سره جهاز به(نن)د ګل په ورځ كراچۍ ته رارسي۔مريم اورنګزېب

image

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د تركيې څخه د مرستې سامان راوړلو سره جهاز به(نن)د ګل په ورځ كراچۍ ته رارسي۔د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټس كښې دې ووئيل چې په كراچۍ كښې به د تركيې قونصل جنرل په هوائي اډه د مرستې سامان پاكستاني چارواكو ته حواله كوي۔د مرستې په سامان كښې خيمې٬داروګان او نور څيزونه شامل دي۔د يادونې وړ ده چې وزيراعظم شهباز شريف د تركيې صدر رجب طيب اردوان سره تېره ورځ په ټېليفون خبرې اترې كړی وې۔په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د تركيې صدر په پاكستان كې د سېلاب تباهۍ نه خبر كړې و۔دې ووئيل چې د تركيې څخه د نور سامان راتللو هم امكان دے۔دې په خپل ټوېټ كښې د مرستې سامان عكسونه هم شيئر كړي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں