نوښار 29 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره وفاقي او صوبائي حكومتونه په ګډه كار كوي٬ سېلاب ځپليو ته په سمدستي توګه 25 ٬ 25 زره روپۍ مالي مرسته وركولې شي۔ د ګل په ورځ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم په نوښار كښې سېلاب ځپلو لپاره د مرستې د جوړ كړې شوي كېمپ دورې په مهال وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم په کېمپ كښې مېشته مېرمنو او كوچنيانو نه د خوراك او د نورو سهولتونو په اړه معلومات ترلاسه كړل٬ يوې مېرمنې د مېټرس د نه ترلاسه كېدو ګيلا وكړه نو وزيراعظم په سمدستي توګه مېرمن ته د مېټرس وركولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ټول په ګډه د ځپليو بحالۍ لپاره كار كوو. د حق رسېدليو كورنيو لپاره د وفاقي حكومت لخوا د لس ٬ لس لكه روپو مالي مرسته وركولې كېږي۔ ده ووئيل ان شا الله صورتحال به ډېر زر ښه شي۔ په دې موقع وزيراعظم د سېلاب ځپليو د ستونزو خاتمې او هېواد لپاره دعا هم وكړه