معيشت په تل پاتې او مستحكم بنيادونو اودرولو لپاره مو سختې پريكړې كړي٬په راتلونكو مياشتو كښې به په ګرانۍ كښې كمے راشي۔د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل

image

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي معيشت په تل پاتې او مستحكم بنيادونو اودرولو لپاره مو سختې پريكړې كړي٬په راتلونكو مياشتو كښې به په هېواد كښې په ګرانۍ كښې كمے راشي۔د شورو په ورځ يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ووئيل د اپرېل په مياشت كښې مونږ سره د يوې نيمې مياشتې درآمدات لپاره د زرمبادله ذخيرې موجود وې٬٬مالياتي ادارې هغه هېوادونو ته قرض وركوي څوك چې د دريو مياشتو د زر مبادله ذخيرې لري۔ده ووئيل اوسني حكومت تل پاتې او مستحكم معيشت لپاره سختې پريكړی كړي۔ده ووئيل چې كله هم د څلور فيصد نه زيات پرمختګ شوے دې سره د روانو حسابونو د كهاتو خساره زياتېږي۔ځكه چې د پرمختګ شرح زياتېدو سره په طلب كښې اضافه كیږي او دې سره زمونږ درآمدات هم زياتېږي۔ده ووئيل د معيشت صورتحال تر مخه حكومت د پرتعيش څيزونو په درآمد بندېز لګولے٬مونږ غواړو چې زمونږ درآمدات په هېواد كښې د ترسيلات زر برابر وي۔ده ووئيل په برآمدات كښې اضافې لپاره اقدامات كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں