اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس په پاكستان كښې د سېلاب له امله په لويه پیمانه په شوې تباهۍ د غم دړد او د افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي پاكستان ته د رېليف او بحالۍ هلو ځلو لپاره د زياتې مرستې ضرورت دے٬د پاكستان دورې مقصد د سېلاب ځپليو او د پاكستان سره د يووالي څرګندونه ده٬پاكستان په هغو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې موسمياتي بدلون چېلنجونو سره مخ دي٬پاكستان د موسمياتي بدلون اثرات څخه ځپلے كېږي٬ د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي لپاره پرمختګ كوونكو هېوادونو له به مرسته كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خارجه دفتر كښې د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړی۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ووئيل د پاكستان په ګڼو سيمو كښې غېر معمولي بارانونه شوي٬د پاكستان اولس په دې سخت وخت كښې په ليدلو ډېر خفه شوے يم٬انتونيو ګوتريس ووئيل ملګري ملتونه به د پاكستان په دې سخت وخت كښې هر ممكنه مرسته كوي٬د پاكستان د افغان كډوالو تر ډېرې مودې كوربتوب د ستائنې وړ دے٬وزيراعظم شهباز شريف او نورو اعلې چارواكو سره د سېلاب صورتحال په اړه ملاقاتونه شوي ۔ده ووئيل پاكستان سره د مينې رشته لرم ٬په موسمياتي بدلونونو كښې د پاكستان برخه ډېره كمه ده خو دا په هغو هېوادونو كښې يو دے كوم چې د دې نتيجو څخه زيات ځپلے شوے ۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ووئيل موسمياتي بدلون د مستقبل نه د نن خطره ده كوم ته چې په سنجيدګۍ سره د كتلو ضرورت دے ٬خلق د قحط او د سېلاب له امله مره كېږي٬د زهريله ګازونو په اخراج كښې اضافه كېږي۔انتونيو ګوتريس ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلون اثرات څخه ځپلے كېږي٬ د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي لپاره پرمختګ كوونكو هېوادونو له به مرسته كول وي٬ وزيراعظم شهباز شريف او نورو چارواكو سره د سېلاب صورتحال په اړه ملاقاتونه شوي۔ده ووئيل د پاكستان فلډ ريسپانس پلان فنډنګ لپاره ملګرو ملتونو په ابتدائي توګه د 160 ملين ډالره فليش درخواست كړے ؤ كوم چې د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره ناكافي دي ٬ ده ووئېل د پاكستان دورې مقصد د نړيوالې ورورولۍ څخه پاكستان لپاره د مرستې خواست كول دي٬ د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي لپاره د پرمختګ كړو هېوادونو له به مرسته كول وي۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل د سېلاب ځپليو رېليف لپاره هر ممكنه اقدام كوو٬د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د ملګرو ملتونو او د نړيوالې ورورولۍ د مرستې ضرورت دے۔خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د پاكستان دوره زمونږ لپاره د عزت خبره ده٬پاكستان ته د سېلاب له امله په لويه پېمانه زيان رسېدلے٬د سېلاب له امله 3 كروړه 30 لكه كسان ځپلې شوي٬سېلاب په ګلګت بلتستان٬خېبرپښتونخوا٬سوئېلي پنجاب٬بلوچستان او سندھ كښې سخته تباهي كړی۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د انتونيو ګوتريس د پاكستان دورې كولو مننه كوو۔د سېلاب له امله د ماشومانو پشمول او مېرمنو پشمول 1300 كسان په حق رسېدلې دي٬په سېلاب ځپليو سيمو كښې وبائي رنځ خپرېدل ډېر لوي چېلنج دے۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سېلاب له امله په لويه پېمانه تباهي شوې٬رېسكيو وركرز 24 ساعته كار كوي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د سېلاب له امله ځپلې پاكستان سره د يووالي لپاره د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره راغلے۔په دې موقع د ملګرو ملتونو سينئر چارواكو نه علاوه د خارجه چارو وزير مملكت حنا رباني كهر٬خارجه سېكرټري سهيل محمد او د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد هم موجود وو