وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د فرانس سفير نكولس ګيلے ملاقات

image

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په پاكستان كښې د فرانس سفير نكولس ګيلے ملاقات كړے۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاكستان فرانس سره دوه اړخيزه او اروپائي ائتلاف په تناظر كښې په پخوانۍ مرسته اډانه اړيكو ته اهميت وركوي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په ټول پاكستان كښې د اوسني سېلاب له امله د سختې تباهۍ او سنګين صورتحال مخ نيوي لپاره د حكومت په هڅو رڼا واچوله۔په دې لړ كښې وزيراعظم سېلاب ځپليو سيمو كښې د يووالي او په مرسته د فرانسيسي صدر مننه وكړه او د سېلاب ځپليو لپاره د خيمو٬واټر پمپس او د ډاكټرانو او نرسانو ډلو د رالېږلو ئې مننه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د زيان پيمانه او شدت دومره لوي دے چې يواځې زمونږ هېواد د دې مقابله نشي كولې او په دې لړ كښې د نړيوالې ورورولۍ مرسته د اهميت وړده۔وزيراعظم ووئيل د سمدستي رېسكيو نه علاوه٬فرانس د بحالۍ او بيا رغونې په پړاؤ كښې د حكومت په هڅو كښې برخه اچولې شي۔دوه اړخيزه تناظر كې وزيراعظم ووئيل پاكستان د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې فرانس سره خپلې اړيكې لا مستحكمولو لپاره عزم لري۔ده هيله څرګنده كړه چې د فرانس سفير به د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو سره سره د آئي ټي٬كركيلې ٬د اوبو انتظام او د توان پشان نوو څانګو كښې خپل كردار ادا كړي

مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis
متعلقہ مضامین
مزید خبریں